د غزني والي؛ اسلامي امارت به د شلګر ولسوالۍ د خلکو قربانۍ هېرې نه کړي

د غزني ولایت والي مولوي محمداسحاق ( اخندزاده) دغه څرګندونې دشلګر ولسوالۍ دبېلابېلو سیمو له قومي مشرانو د ليدنې پر مهال وکړې. لومړی قومي مشرانو دیادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او ننګونې د غزني ولایت والي سره شریکې کړې او د ولایت مقام څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه. ورپسې والي صاحب خبرې وکړې او […]

د غزني ولایت والي مولوي محمداسحاق ( اخندزاده) دغه څرګندونې دشلګر ولسوالۍ دبېلابېلو سیمو له قومي مشرانو د ليدنې پر مهال وکړې.
لومړی قومي مشرانو دیادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او ننګونې د غزني ولایت والي سره شریکې کړې او د ولایت مقام څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې والي صاحب خبرې وکړې او ویې ویل؛ دشلګر ولسوالۍ خلکو د اسلامي نظام په ټینګښت او له اشغال سره په مبارزه کې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي چې هېڅکله به هېرې نه شي.
والي صاحب ژمنه وکړه چې شته ستونزې او ننګونې به ژر تر ژره هوارې کړي او پر ولس یې غږ وکړ چې د اسلامي نظام په ټینګښت کې پوره همکاري وکړي.
۱۴۴۳/۶/۲۳
۱۴۰۰/۱۱/۶