نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په همدې موخه نن ورځ دوشنبه له غرمې مخکې دغزني ولایت والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) سربېره، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لوړپوړي پلاوي مولوي فضل الربي ، ورسره د مل پلاوي غړيو، لیدنه وکړه، لومړی دغزني ولایت ښاغلي والي صاحب د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پلاوي […]
په همدې موخه نن ورځ دوشنبه له غرمې مخکې دغزني ولایت والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) سربېره، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لوړپوړي پلاوي مولوي فضل الربي ، ورسره د مل پلاوي غړيو، لیدنه وکړه، لومړی دغزني ولایت ښاغلي والي صاحب د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له نوموړي مننه وکړه، چې دې ولايت ته یې سفر وکړ. نوموړي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلاوي سره د غزنی ولايت په اړه هر اړخيزه معلومات شريک کړل. ښاغلي اخندزاده صاحب، وويل د غزني ټول ولسونه مجاهد او په اسلام مين خلک دي او تل یې ا.ا.ا څخه په کلکه ملاتړ کړی. په ورته مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلاوي له والي څخه مننه وکړه، چې په دې ولایت کې یې د ولسونو لپاره ډاډمن امنيت رامنځته کړی. هغه د غزني له ټولو مجاهدينو څخه وغوښتل، چې د خپلو ولسونو سره ښه چلند وکړي او هیچاته زیان ونه رسوي. نوموړي د غزني له ديني عالمانو هم وغوښتل، چې د خپلو ممبرونو له لارې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او ولسونه دې د ا.ا.ا څخه ملاتړ ته راوبولي. ښاغلي پلاوي وويل ، د ا.ا.ا پاليسي دا ده، چې هېڅوک نه شي کولای، چې د خلکو په شخصي حريم تېری وکړي ، راغلي پلاوي له ديني عالمانو څخه وغوښتل چې دتېر په څېر په راتلونکې کې دې په دې ولايت کې دې د ټولو منکراتو څخه مخنيوۍ وکړي، ترڅو په ټولنه کې د جرايمو کچه راټيټه شي.
۱۴۴۳/۶/۲۱ ۱۴۰۰/۱۱/۴
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.