د غزني والي، دیني عالمان وهڅول چې د خپل نظام دتقویې لپاره په پوره اخلاص سره کار وکړي

نن ورځ چهارشنبه چې د ۱۴۴۳/۷/۱۵/ هــ ق نیټې سره برابر ده   له غرمې مخکې دغزني  والي مولوي محمد  اسحاق ( اخندزاده)  په خپل کارې دفتر کې ددیني علماء کرامو سره مشورتي ناسته ترسره کړه، لومړی د علماء کرامو په استازولۍ څو تنو ديني علماء کرامو خبرې وکړې نوموړو په خپلو خبرو کې د .ا.اڅخه خپل ملاتړ […]

نن ورځ چهارشنبه چې د ۱۴۴۳/۷/۱۵/ هــ ق نیټې سره برابر ده   له غرمې مخکې دغزني  والي مولوي محمد  اسحاق ( اخندزاده)  په خپل کارې دفتر کې ددیني علماء کرامو سره مشورتي ناسته ترسره کړه،

لومړی د علماء کرامو په استازولۍ څو تنو ديني علماء کرامو خبرې وکړې نوموړو په خپلو خبرو کې د .ا.اڅخه خپل ملاتړ تر څنګ بشپړ ډاډ ورکړ چې دوی  به ا.ا  سره اوږه په اوږه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر  په برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي او په یاده برخه کې به هر راز مرسته او همکاري کوي.

په ورته مهال د غزني ولایت والي مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) په ټولنه کې د ديني علماء کرامو په ارزښت، په بیلا بیلو وختونو کې د علماء کرامو په قیادت او د جهاد هر اړخیز معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

والي صاحب په ټولو ديني علماء کرامو غږ وکړ، چې ولسونو ته د منابرو له لارې د ذهنیت جوړونې او د خپل نظام څخه د ملاتړ او همکارۍ په برخه غوره لارښوونې وکړي.

هغه ديني عالمان  وهڅول، چې د خپل نظام د تقویې لپاره په پوره اخلاص سره کار وکړي.