د غزني – مقر برخې د اساسي ترمیم او بیارغونې کار جریان لري

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د ټولګټو وزارت له لوري، د کابل – کندهار لویې لارې، د غزني – مقر لاټ د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دي. دا سړک چې ۱۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د غزني ولایت له مرکز څخه پیل د مقر ولسوالۍ تر بازار پورې غځېدلی، چې دا […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د ټولګټو وزارت له لوري، د کابل – کندهار لویې لارې، د غزني – مقر لاټ د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دي.
دا سړک چې ۱۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د غزني ولایت له مرکز څخه پیل د مقر ولسوالۍ تر بازار پورې غځېدلی، چې دا مهال یې د شولډرونو، کټینګ او میلینګ کاري چارې جریان لري.

د یادې ترمیماتي پروژې کار د ټولګټو وزارت د شته ماشینرۍ، تخنیکي او فني کاریګرانو او مسلکي انجنیرانو له لوري پرمخ وړل کیږي، چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي ترمیم دا برخه له وړاندې د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې او د دوو نورو برخو (کندهار –زابل او میدان وردګ – غزني) سړکونو د اساسي ترمیم چارې هم جریان لري.