د غزني او زابل ولایت د واليانو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ ناسته ترسره شوه.

الاماره نن ورځ شنبه مخکې له غرمې چې د ۱۴۴۴/۴/۳ هــ ق نیټې سره برابره ده د غزني ولایت والي الحاج مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) د زابل ولایت والي الحاج مولوي قدرت الله ( ابوحمزه) ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ ناسته ترسره شوه. ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې د غزني ولایت […]

الاماره
نن ورځ شنبه مخکې له غرمې چې د ۱۴۴۴/۴/۳ هــ ق نیټې سره برابره ده د غزني ولایت والي الحاج مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) د زابل ولایت والي الحاج مولوي قدرت الله ( ابوحمزه) ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ ناسته ترسره شوه.

ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې د غزني ولایت مرستیال مولوی سید محمد حنیف (عباده) او د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ د داخلي امنیت مسؤل حاجي عبدالله (موحد) هم ګډون درلود.

لومړی، د غزني ولایت والي الحاج مولوي محمد اسحاق ( اخندزاده) د زابل ولایت والي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له هغه څخه مننه وکړه، چې دې ولایت ته یې سفر وکړ.

د غزني ولایت والي ښاغلي اخندزاده د غزني ولایت په اړه هر اړخيزه معلومات د زابل ولایت والي سره شريک کړل.

ښاغلي اخندزاده وويل: په غزني ولايت کې امنیت د ډاډ وړ دی او د مرکز په شمول په ۱۸ ولسواليو کې ټولې چارې په عادي ډول پرمخ روانې دي.

ورپسې د زابل والي الحاج مولوي قدرت الله (ابوحمزه) د غزني ولایت والي څخه مننه وکړه چې په ټولو اداراتو کې یې ښه همغږي رامنځته کړې او د اولسونو ستونزو ته په وخت رسيدګي کوي.

دواړو مشرانو ډاډ څرګند کړ، چې په ټولو برخو کې به د يو بل سره لازمه همکاري او مرسته کوي او په اخیر کې یې په یو لړ مهمو او اړینو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.