د غرجستان خصوصي پوهنتون فراه څانګې، په انګړ کې د دې پوهنتون د ممتازو زده کړیالانو ستاینغونډې جوړېدل

په یاده غونډه کې د غرجستان پوهنتون رئیس محمدداود “هاشمي”، د افغانستان اسلامي امارت، فراه ولایت لوړو زدکړو مؤسسې ځانګړي استازي مولوي نورالحق “مظهري”، د پوهنځيو بیلا بېلو څانګو آمرینو، استادانو او د زده کړیالانو د کورنیو ګڼو غړو ګډون درلود.   په غونډه کې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو له تلاوت […]

په یاده غونډه کې د غرجستان پوهنتون رئیس محمدداود “هاشمي”، د افغانستان اسلامي امارت، فراه ولایت لوړو زدکړو مؤسسې ځانګړي استازي مولوي نورالحق “مظهري”، د پوهنځيو بیلا بېلو څانګو آمرینو، استادانو او د زده کړیالانو د کورنیو ګڼو غړو ګډون درلود.

 

په غونډه کې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو له تلاوت څخه وروسته د غرجستان پوهنتون رئیس محمدداود “هاشمي” د پرانیستې وینا وکړه، نوموړي د ورته غونډو پر دوام ټينګار وکړ، ښاغلي هاشمي د لوړو زده کړو پر ارزښت را تم شو او زیاته یې کړه، چې هره ټولنه لوړو زده کړو ته اړتیا لري، سره د دې چې یو فارغ التحصیل کس ټولنې ته خدمت کولای شي، همدارنکه د شخصي اقتصاد په لوړوالي کې اړین رول لوبولای شي.

 

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت، فراه ولایت لوړو زدکړو مؤسسې ځانګړي استازي مولوي نورالحق “مظهري”، خوښې څرګنده کړه، چې د دې پوهنتون فعاليتونه ښه شوي او هیله بښونکي دي، ده هم د لوړو زده کړو پر ارزښت باندې خبري وکړي او زیاته یې کړه، چې د عصري علومو پر زده کړه په شریعت کې، کوم بندیز نه دی راغلی، بلکې د ټولو علومو او پرمختګونو بنسټ د مسلمانانو له خوا شوی دی.

 

د غونډې په وروستۍ برخه کې ټول ممتاز زده کړیالان په ستاینلیکونو او ځانګړو ډالیو ونازول شول، له ټولو ګډونوالو زده کړیالانو څخه په زده کړو کې د لا زیات زیار غوښتنه وشوه، تر څو د ټولنې په سمون کې رغنده ونډه او خپل مسؤلیت ترسره کړي.