د عمان په خلیج کې د پاناما بیرغ لرونکې یوه بېړۍ نامعلومو وسله والو تښتولې

له هغه وروسته چې څو ورځې وړاندې، د اسرائیلو اړوند یوه بېړۍ له عمان سره نږدې د ډرون برید هدف وګرځېده او ۲ تنه کارمنان یې چې یو یې رومانیایی او بل برېتانوی و ووژل شول، تازه د عمان له خلیج څخه د پاناما بیرغ والا یوه بېړۍ نامعلومو وسله والو تښتولې ده. د بي […]

له هغه وروسته چې څو ورځې وړاندې، د اسرائیلو اړوند یوه بېړۍ له عمان سره نږدې د ډرون برید هدف وګرځېده او ۲ تنه کارمنان یې چې یو یې رومانیایی او بل برېتانوی و ووژل شول، تازه د عمان له خلیج څخه د پاناما بیرغ والا یوه بېړۍ نامعلومو وسله والو تښتولې ده.

د بي بي سي پښتو څانګې د راپور پر اساس، لالیډ لېسټ مریټیم شرکت هم پېښه تائیدوي او وایي، په عمان کې ناڅرګندو وسله والو یوه بېړۍ د فجیره بندر ته څېرمه تښتولې او کار کوونکو ته یې ویلي، چې ایران ته یې ورسوي، یاد شرکت زیاتوي، تښتول شوې (MV Ashfielt Princes) بېړۍ اوسمهال د هورمز تنګي پر لوري په حرکت کې ده، دغه تنګی د اوبو له لارې د تېلو د اکمالاتو له مخې په نړیواله کچه پنځم مقام لري.

تر دا مهاله نه ده څرګنده شوې، چې دا بېړۍ چا تښتولې، خو یو شمېر کارپوهان یې پړه پر ایران اچوي، د اسرئیلي بېړۍ په برید کې هم اسرائیلو، امریکا او برېتانیا په ایران تور لګولی و، چې دا برید دوی تر سره کړی، خو ایران دا تورونه په کلکه ردوي او وایي، دا تورونه د دوی لخوا پر ایران د غلیمانه برید لپاره پلمه ده.

بلخوا د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال ویلي، تښتول شوې بېړۍ په دوبۍ کې د یوه شرکت اړوند ده، چې دوه کاله دمخه یې هم یوه بېړۍ سپاه پاسدارنو تښتولې وه، خبریال زیاتوي، په تازه تښتول شوې بېړۍ کې ټول ۹ کارمنان سپاره دي چې اوسمهال هورمز تنګي ته نږدې شوې ده.

خو رویټرز ته سپاه پاسداران ویلي، د امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو له مخې، د ایران وسله وال ځواکونه او په منځني ختیځ کې د اسلامي مقاومت ټولې څانګې د عمان په پېښه کې لاس نه لري.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور پر اساس، د تېرې ورځې په لومړیو کې د تېلو څلورو بېړیو ویلي و، چې د برېښنا د نشتوالي له امله دوی ته د خوځېدلو امر نه دی شوی، خو وروسته یوې بېړۍ حرکت کړی دی.

له پېښې سره همهاله د عمان هوایي ځواک د سمندري ګزمې الوتکه هم په الوت لیدل شوې، بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، تېره ورځ یې د څو شکمنو بېړیو ناسم حرکت لیدلی او د دغه هیواد په وړاندې د ناسم حالت جوړولو په هکله یې خبرداری ورکړی دی.