د عزم قول اردو په مرکزي مسجدجامع کې غونډه  ترسره شوه

  نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت دواشېر ولسوالۍ د ښوراب په سیمه کې د عزم قول اردو په مرکزي مسجدجامع کې د مسئولینو او مجاهدینو ترمنځ شانداره غونډه جوړه سوه. غونډه د معمول سره د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.   وروسته د یاد قول اردو […]

 

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت دواشېر ولسوالۍ د ښوراب په سیمه کې د عزم قول اردو په مرکزي مسجدجامع کې د مسئولینو او مجاهدینو ترمنځ شانداره غونډه جوړه سوه.

غونډه د معمول سره د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

 

وروسته د یاد قول اردو د امربالمعروف نهي عن المنکر مسئول محترم مولوي سیداحمدحسین صاحب د امربالمعروف او د منکراتو څخه د مخ نیوي په اړه خبري وکړې.

نوموړي وویل چې موږ او تاسو باید د الله تعالی و اوامرو ته په پوره ډول غاړه کښېږدو او د منکراتو څخه په بشپړ ډول ځانونه وساتو.

هغه وویل چې امربالمعروف نهي عن المنکر د هر مسلمان اسلامي وجیبه ده او دا کار باید لمړی دځان څخه راپیل او بیا یې ونورو ته ورسوو.ښاغلي مولوي صاحب په دې اړه د اسلامي شریعت په رڼاکې ارزښتناکه خبري وکړې.

 

ورپسې د صفوفو د تصفیې کمېسون لپاره د یاد قول اردو نماینده محترم مولوي عبدالستار محسن صاحب د صفوفو د تصفییې په اړه اغېزمنه او مهمه وینا وکړه.

او د مرکزي کمېسون له خوا د ورکړل سوي طرزالعمل مادې یې په بشپړ ډول تشریح او بیان کړې.

 

نوموړي وویل چې دا صف یو سپېڅلی او پاک صف دی ، په دې صف کې د اسلام نومیاليو غازیانو خپلي ویني توی کړي او سرونه یې نذرانه کړي دي.

نو په کار ده چې د دې صف په پاک ساتلو کې زیار وباسو او هیچاته اجازه ورنکړو چې زموږ سپېڅلی صف را بدنام او د فاسدو خلګو په ځاله بدل کړي.

 

هغه زیاته کړه چې د دې صف او نظام سره جفا د شهیدانو دوینو او د هغوی د یتیمانو د هیلو سره ستره جفا ده. چې دنیوي او اخروي عواقب لري.

ښاغلي محسن مسئولینو ته په خطاب کې وویل چې مسئولیت یو ستر امانت دی چې د خدمت کولو په موخه ورکول کېږي،نو څوک دي د دې ستر امانت سره هیڅ راز خیانت ته زړه نه ښه کوي.او نه دي هم مسئولیت ته د امتیاز موقف او منصب په سترګه کتل کېږي.بلکي د امرائو د هدایت سره سم دي د خدمت په سترګه ورته وکتل سي او همدا د دنیوي او اخروي نجات لاره ده.

 

په پای کي غونډه د اختتامیه دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېده

 

نېټه:۱۴۴۳/۵/۵/ هـ ق