د عراق په جنوب کې موټربم چاودنې لږ تر لږه ۷ کسان وژلي

له عراق څخه تازه تر لاسه شوي راپورونه وایي، چې نن ماسپښین ددغه هیواد په جنوب کې موټربم چاودنه شوې، د معلوماتو له مخې، دا پېښه د عراق په مشهور ښار بصره کې را منځ ته شوې ده. راپور زیاتوي، دا خونړۍ چاودنه الجمهوري روغتون ته څېرمه تر سره شوې، خو مرستندویه ټیم په عاجله […]

له عراق څخه تازه تر لاسه شوي راپورونه وایي، چې نن ماسپښین ددغه هیواد په جنوب کې موټربم چاودنه شوې، د معلوماتو له مخې، دا پېښه د عراق په مشهور ښار بصره کې را منځ ته شوې ده.

راپور زیاتوي، دا خونړۍ چاودنه الجمهوري روغتون ته څېرمه تر سره شوې، خو مرستندویه ټیم په عاجله توګه د پېښې ځای ته رسېدلي دي او لګېدلی اور یې وژلی دی.

تر چاودنې وروسته د عراق السومریه نیوز خبري رسنۍ ویلي، چاودنه د بصرې ښار په مرکز کې تر سره شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۷ کسان یې وژلي دي، ښایي د مرګ ژوبلې کچه تر دې لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه عراقي مقاماتو د یادې چاودنې په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم د دغې چاودنې پړه چا په غاړه اخیستې ده.

الحدث شبکې سره د بصري والي په خپله مرکه یاده چاودنه تروریستي کړنه بللې او زیاتوي چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او همدومره بیا ټپیان دی.