نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹) د عدلیې سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په مشري کابل ولایت مقام کې د کابل، پروان، کاپیسا او پنچشیر ولایتونو د والیانو او کابل ولایت د غصب مخنیوي کمیسیون او څلور ولایتونو د کرنې رییسانو د غصب شویو ځمکو د مخنیوي په موخه غونډه وکړه. د عدلیې سرپرست وزیر شیخ […]
الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹)
د عدلیې سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په مشري کابل ولایت مقام کې د کابل، پروان، کاپیسا او پنچشیر ولایتونو د والیانو او کابل ولایت د غصب مخنیوي کمیسیون او څلور ولایتونو د کرنې رییسانو د غصب شویو ځمکو د مخنیوي په موخه غونډه وکړه.
د عدلیې سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي دې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د غصب مخنیوي کمیټې له غړیو سره په ګډه همغږي به د غصب شویو ځمکو مخنیوی وکړو.
ښاغلي شرعي زیاته کړه؛ عالیقدر امیرالمومنین د (۶۳۴) ګڼه فرمان په اساس څه صلاحیتونه ولایتې کمیټوته اضافه کړي او د غصب په مخنیوي ټینګار کړی او موږ به په دې برخه کې د اسلامي امارت د زعیم فرمان په بشپړ ډول ژر تر ژره پلي کړي.
کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د غصب مخنیوي په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل؛ چې کابل کې به له غاصبینو ټولې غصب شوې ځمکې راوګرځوي او په دې بهیر کې به هېڅ ډول خپلوي او قرابت ته ونه ګوري.
کابل والي غونډې ته د عالیقدر امیرالمومنین فرمان واوراوه او زیاته یې کړه؛ کومې دوسیې چې د غصب په برخه کې بشپړې شوي باید عملي ګام واخیستل شي او په دې برخه کې ولایتي اداره د غصب مخنیوي له کمېټې سره پوره همکاره ده.
ورپسې د پنچشیر والي عبدالحکیم حکیمي په خپلو خبرو کې وویل، چې ځایي اداره د مشرتابه د هر ډول فرمان عملي کولو ته ژمن دي او په دې برخه کې یې د پنجشیر د غصب له مخنیوي کمېټې سره یې د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پروان والي او د کاپیسا مرستیال والي هم په خپل وار د غصب مخنیوي په موخه رابلل شوې غونډې ته وینا وکړه او په خپلو ولایتونو کې یې د غصب مخنیوي په برخه کې د عالیقدر امیرالمومنین فرمان په جدي پلي کوو.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.