د عامې روغتیا وزیر د روغتیا د پولیو د مخنیوي برخې له استازو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد او د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، په اسلام آباد کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانيې د سیمه ییز دفتر د پولیو د له منځه وړلو برخې له رییس، حمید الجعفري او د بېل […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد او د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، په اسلام آباد کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانيې د سیمه ییز دفتر د پولیو د له منځه وړلو برخې له رییس، حمید الجعفري او د بېل ګيټس بنسټ له استازي، مایکل ګالوي سره وکتل. هغوی په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو په تړاو هر اړخیز بحث وکړ او د پولیو له منځه وړلو لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

په یوه بل خبر کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د شفا نړیوال روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د شفا روغتون له مسوولینو، پروفیسر ډاکټر اقبال، پروفیسر ډاکټر حبیب الرحمن، پروفیسر ډاکټر سعید شاه او نورو مسوولینو سره لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د یاد روغتون مسوولینو ډاډ ورکړ چې د افغان ډاکټرانو د ارتقاء ظرفیت په برخه کې به په دې روغتون کې کار کېږي، افغان ډاکټرانو ته د تخصص په برخه کې ځانګړي سيټونه ورکول کېږي او په راتلونکي کې به دوی په کابل کې یو Mini Shifa روغتون جوړوي.