د عامي روغتیا ټول کاري پرسونل بشپړ چمتوالی لري

  د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټرجمال الدین اعظمي د میرویس حوزوي روغتون څخه لیدنه وکړه، چي ټول ډاکټران، امبولانسونه او نور ټول کاري پرسونل په دندو بوخت وه. د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټرجمال الدین اعظمي د یاد روغتون څخه د لیدني پرمهال وویل، چي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په […]

 

د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټرجمال الدین اعظمي د میرویس حوزوي روغتون څخه لیدنه وکړه، چي ټول ډاکټران، امبولانسونه او نور ټول کاري پرسونل په دندو بوخت وه.

د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټرجمال الدین اعظمي د یاد روغتون څخه د لیدني پرمهال وویل، چي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه یې د نورو ادارو ترڅنګ د روغتیا د برخي ټول کاري پرسونل چمتو کړی.

هغه وایي خدای مه کړه که کومه سونزه پېښه سي، دوی به ورته ډېر ژر رسیده ګي وکړي.

دوشنبه: ۱۴۴۳/۵/۳۰