د عامي روغتیا نوی رئیس وایي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه والي کار کوو:

  د هلمند د عامي روغتیا نوي رئیس دا څرګندوني د خپلي دندي د پیل او روغتیايي کارکونکو سره د پيژندني په لومړنۍ غونډه کي وکړې. ده وویل : د هلمند لیري پرتو سیمو ته د غوره روغتیايي خدمتونو رسول يې له لومړیتوبونو څخه دي. د هلمند د عامي روغتیا نوي رئیس ډاکټر سید احمد […]

 

د هلمند د عامي روغتیا نوي رئیس دا څرګندوني د خپلي دندي د پیل او روغتیايي کارکونکو سره د پيژندني په لومړنۍ غونډه کي وکړې.
ده وویل : د هلمند لیري پرتو سیمو ته د غوره روغتیايي خدمتونو رسول يې له لومړیتوبونو څخه دي.

د هلمند د عامي روغتیا نوي رئیس ډاکټر سید احمد سعید د خپلي ادارې له امرینو ، ډاکټرانو او کارکونکو سره په رسمي توګه د پېژندني غونډه کي وویل چي د هلمند په ليري پرتو سیمو، ولسوالیو او روغتیايي مرکزونو کي به غوره روغتیایي خدمتونه وړاندي سي او هغه رضاکاره کسان چي خپل د ولسوالۍ پرته په نورو ولسوالیو کي دندي اجراء کوي بیرته به خپلو اصلي سیمو ته د دندو د اجراء کولو لپاره ولېږل سي.

ده وویل: له ټولو روغتیايي مسؤلینو او ډاکټرانو سره به د روغتیايي چارو د لا ښه والي او ښه خدمتونو په ترسره کولو کي همږغي او ګډ کار ته ادامه ورکوو ترڅو د دې ولایت وګړي غوره روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی پیداکړي.
دغه راز يي ډاکټرانو ته سپارښتنه وکړه ، چي د نوکریوالي سیسټم په ښه توګه مراعات کړي او ټول خپل مسئولیت پر خپل وخت ترسره کړي.

دې غونډي ته د روغتیايي برخي مرستندویه بنسټونو او مؤسساتو استازي هم راغلي وه.
دوی له نوي رئیس سره ژمنه وکړه، چي له روغتیايي مرکزونو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د یوې ښې همږغی په رامنځ ته کولو به روغتیايي امکانات د مرکز او ولسوالیو تر روغتیايي مرکزونو ورسوي.

د یادوني وړده چي د هلمند په ټولو روغتیايي مرکزونو کي اوس مهال د درملني چاري نسبتآ ښه سوي دي او د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ سره د درملني او تجهیزاتو برخي ته خاصه پاملرنه سوې ده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۱ هـ ق