د عامي روغتیا رئیس د الفرهاد خصوصي روغتون ارزونه وکړه

  د پنجشنبې په ورځ د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر جمال‌الدین د خپلو کاري کړنو په ترڅ له خپل کاري ټیم سره یوځای د کندهار خصوصي روغتون «الفرهاد» ته ولاړ او هلته یې د ټولو چارو او خدماتو ارزونه وکړه. د یادي ارزوني په ترڅ کي د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر […]

 

د پنجشنبې په ورځ د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر جمال‌الدین د خپلو کاري کړنو په ترڅ له خپل کاري ټیم سره یوځای د کندهار خصوصي روغتون «الفرهاد» ته ولاړ او هلته یې د ټولو چارو او خدماتو ارزونه وکړه.

د یادي ارزوني په ترڅ کي د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر جمال‌الدین په خپلو خبرو کي وویل، د الفرهاد روغتون خدمات د روغتیايي اُصولو برابر دي او په خپلو خبرو کي یې ورڅخه مننه وکړه، چي د هیوادوالو د خدمت لپاره د ټولو روغتیايي اُصولو په مراعتولو سره خدمت کوي.

ډاکټر جمال‌الدین په خپلو خبرو کي وویل، چي ځورېدلي ولس ته د لا ښه روغتیايي خدمتونو د ترسره کولو په موخه یې د الفرهاد روغتون مسئولینو ته په بېلابیلو برخو کي لومړی لازمي نیمګړتیاوي په ګوته کړې او ورته یې د اصلاح سپارښتنه وکړه، چي د یادو مسئولینو له لوري هم ددې چارو د ژر ترسره کېدو ډاډ ترلاسه سو.

د عامي روغتیا رئیس په خپلو خبرو کي وویل، ددې ارزوني لړۍ به یې د نورو دولتي او خصوصي روغتونونو څخه هم روانه وي، چي په خبره یې ددې څخه یې یوازینۍ موخه داده، ترڅو ولس ته په سم ډول روغتیايي خدمات ورسوي.

جمعه: ۱۳۴۳/۵/۱۹