د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د دایکنډي  ولایت د علماوو شوری جوړه شوه

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲ د اسلامي نظام د استحکام او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی؛ نو له همدې امله د دایکنډي ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس […]

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲

د اسلامي نظام د استحکام او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی؛ نو له همدې امله د دایکنډي ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس لاندي علماء کرام او متنفذین د دایکندي ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم مولوي صاحب حیات الله  د یاد ولایت د علماوو د شوری د رئیس، محترم مولوي صاحب محمد شفیق د شوری د مرستیال او محترم مفتي صاحب ضیاء الحق د شوري د عضوې او اداري او مالي مسئول په توګه و ټاکل شول.
دغه راز محترمین هر یو مفتي صاحب رحمت الله، مفتي صاحب محمد رحیم، مولوي صاحب عبدالولي، مولوي صاحب محمد نعیم، مولوي صاحب علاء الدین، مولوي صاحب حبیب الرحمان، مولوي صاحب حکمت الله، مولوي صاحب محمد معصوم، مولوي صاحب رحمت الله، مولوي صاحب عصمت الله، مولوي صاحب محمد فاروق او مولوي صاحب انعام الله د یادې شوری د غړیو په توګه و ټاکل شول.
د دایکنډي ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چې له خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۶ هـ ش ۲۰۲۳/۹/۱۷ م