د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان له مخي د لوګر ولایت د علماوو شوری جوړه شوه

د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د لوګر ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې […]

د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د لوګر ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذین د لوګر ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم شیخ صاحب محمد اسماعیل د یادې شوری د رئیس په توګه، محترم مولوي صاحب عبد الرؤف د شوری د مرستیال او محترم شیخ صاحب خان محمد د شوری د غړي او اداري او مالي مسئول په توګه و ټاکل شول.
دغه راز محترم مولوي صاحب پیر محمد، محترم مفتي صاحب ضیاء احمد، محترم شیخ صاحب عبد الرب، محترم شیخ صاحب نعمت الله، محترم مفتي صاحب سیف الرحمان، محترم مولوي صاحب محمد شریف، محترم مولوي صاحب عبد الواحد، محترم شیخ صاحب عزت الله او محترم مولوي صاحب عبد الرحمان د نوموړې شوری د اعضاوو په توګه و ټاکل شول.
د لوګر ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي د خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.
ذبیح الله مجاهد د افغانستان اسلامي امارت ویندوی
۵/۳/۱۴۴۵هـ ق
۲۹/۶/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۹/۲۰ م