نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندي ټاکني وشوې: ۱. د افغانستان برېښنا امارتي شرکت مخکنی رئیس ملا محمد حنیف حمزه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه. ۲. د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا […]
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندي ټاکني وشوې: 1. د افغانستان برېښنا امارتي شرکت مخکنی رئیس ملا محمد حنیف حمزه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه. 2. د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا کتني ریاست مخکنی رئیس مولوي حسام الدین صابري؛ د کانونو او پترولیم وزارت د مالي او اداري معین په توګه. 3. د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء مخکنی قومندان ملا امین الله زبیر؛ د هلمند ولایت د امنیه قومندان په توګه؛ 4. ملا محمد همایون جهادیار د بغلان ولایت د والي د مرستیال په توګه. 5. د هلمند ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالحکیم مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء د قومندان په توګه. 6. د بغلان ولایت د والي مخکنی مرستیال ملا احمد الله مبارک، د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه. 7. د چارو ادارې لوی ریاست مخکنی مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي، د اریانا افغان هوايي شرکت د رئیس په توګه. 8. د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکنی معین مولوي حمدالله زاهد، د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معین په توګه 9. د افغانستان د اوسپنيزي کرښي مخکنی مالي او اداري مرستیال محمد نعیم اغا. د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رئیس په توګه.
۱۰. د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو مخکنی معین ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان برېښنا امارتي شرکت د رئیس په توګه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.