د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس په یو شمیر ارګانونو کې تازه ګمارنې وشوې

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندي ټاکني وشوې: ۱. د کندهار ولایت، بولدک ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا عبدالله بشیر؛ د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک معین په توګه؛ ۲. حاجي محمد اسماعیل فائز؛ د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او زونونو د پراختیا معین په […]

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندي ټاکني وشوې:
1. د کندهار ولایت، بولدک ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا عبدالله بشیر؛ د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک معین په توګه؛
2. حاجي محمد اسماعیل فائز؛ د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او زونونو د پراختیا معین په توګه؛
3. د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک مخکنی معین مولوي محمد ظریف مظفر؛ د سرپل ولایت د والي په توګه؛
4. د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ مخکنی ولسوال سلیمان اغا بهیر؛ د نیمروز ولایت د والي د مرستیال په توګه؛
5. د استخباراتو عمومي ریاست د بتار قطعې مخکنی رئیس ارکان ملا عبدالله حماد؛ د غزني ولایت د والي د مرستیال په توګه؛
6. د غزني زون د نظامي محکمې مخکنی مسئول مولوي سید آغا؛ د دفاع وزارت د عقیدتي، کلتوري او امر بالمعروف ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو.
7. د سرپل ولایت مخکنی والي عبدالرحمن اکا؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د دوهمې لواء د قومندان په توګه؛
8. د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې لواء مخکنی قومندان ملا محمد نسیم زرقاوي؛ د همدې قول اردو د درېیمې پلي لواء د قومندان په توګه؛
9. د ۲۰۵ البدر قول اردو د لوژیستیک مخکنی مسئول قاري محمد نسیم عزت؛ د همدې قول اردو د دوهمې پلي لواء د قومندان په توګه؛
10. د ۲۰۵ البدر قول اردو د لومړۍ پلي لواء د درېیم کنډک مخکنی مسئول حاجي غلام رسول؛ د همدې قول اردو د دوهمې پلي لواء د رئیس ارکان په توګه؛
11. د غزني ولایت مخکنی مرستیال مولوي رحیم الله محمود؛ د کندهار ولایت، بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټاکل شو.
د ﷲ (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کي د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کي ورته توفیق غواړو.
ذبیح الله مجاهد
۱۷/۱/۱۴۴۶هـ ق