د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس تازه ټاکنې وشوې

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې: ۱. د افغانستان بانک مخکنی سرپرست ملا هدایت الله بدري، دکانونو او پټرولیم وزارت دسرپرست په توګه. ۲. د افغاني سرې میاشتي مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي دمبارزې ملي ادارې دسرپرست په توګه. ‏۳. د کانونو او پټرولیم […]

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې:
۱. د افغانستان بانک مخکنی سرپرست ملا هدایت الله بدري، دکانونو او پټرولیم وزارت دسرپرست په توګه.
۲. د افغاني سرې میاشتي مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي دمبارزې ملي ادارې دسرپرست په توګه.
‏۳. د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنی سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه.
۴. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکنی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپیریال ساتني ادارې د سرپرست په توګه.

۵. د افغانستان بانک مخکنی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه.
۶. د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه.
۷. د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه.
۸. د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه.
۹. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري مخکنی معین ملا سعدالدین، د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.
له الله جل جلاله څخه ټولو ته په ورسپارل شوو دندو کې له شریعت سره سم د خدمت توفیق غواړو.