د عالي کمیسیون په چوکاټ کې د بیلابیلو کمیټو لخوا په مختلفو لایاتو کې د نن ورځې د فعالیتونو کاري راپور

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲ تورخم ۱ ــ د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ مسئولینو په تورخم کې راستانه شویو مهاجرینو ته تر اوسه ۱۳۰۰۰ زره موقت سیمکارتونه توزیع کړي دي ۲ ـــ د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر میاشتې له ۱۷ تاریخ څخه تر نن ورځې، یعنی شپږم […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲

تورخم

۱ ــ د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ مسئولینو په تورخم کې راستانه شویو مهاجرینو ته تر اوسه ۱۳۰۰۰ زره موقت سیمکارتونه توزیع کړي دي

۲ ـــ د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر میاشتې له ۱۷ تاریخ څخه تر نن ورځې، یعنی شپږم نومبر پورې یوازې د تورخم له لارې ۳۷۰۰۰ زره کورنۍ هیواد ته راستني شوې، چې د نفرو شمیر یې ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه ته رسیږي او د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې تر نن ورځې پورې، یعني شپږم نومبر پورې ۱۶۰۲۰ شپاړس زره او شل کورنۍ بیرته خپل هیواد ته راستني شوې دي.

۳ ـــ د مرستو د جلب او جذب کمیټې مسئولینو نن په کابل کې د شهزاده سرای له صرافانو سره مجلس وکړ.
په دغه ناسته کې د شهزاده سرای مشر او صرافانو ژمنه وکړه، چې ډیر ژر به خپلې مرستې راټولې او د یادې کمیټې په همغږۍ سره به یې مهاجرینو ته ورسوي.

۴ ــ د خالد لمر په نوم شرکت لخوا په تورخم کې خدماتي کمیټې ته ۲۸۷۳ کمپلان و سپارل شول، تر څو په منظمه توګه مستحقو مهاجرینو ته و ویشل شي.

۵ ـــ د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د تورخم په کمپونو کې ۴۰ عرادې امبولانسونه، ۱۰ بابه کلینکونه او ۵ سیار صحي ټیمونه دمهاجرینو په خدمت بوخت دي.
دغه راز ۳ ثابتې شفاخانې له عبوري ګذرګاه سره او ۳ نورې ثابتې شفاخانې په امبولانسونو مجهزې د تورخم ــ کابل پرلویه لاره فعاله دي

۶ ــ د ثبت او تثبیت کمیټې له لوري نن په تورخم کې۷۵۷ کورنۍ، ثبت شوې دي. یادې کورنۍ، چې نن هیواد ته راستنې شوې دي، د افرادو شمیر یې ۴۴۳۸ تنه ته رسیږي

۷ ــ د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې نن د خالد ابن ولید قول اردو د صحي ټیمونو له لوري په تورخم کې ۱۹۱۵ تنه مهاجرین تداوي شودي.
او همدارنګه د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۶۰۰ مهاجرو هیوادوالو درملنه شوې ده

۸ ــ نن ترانسپورتي کمیټې له تورخم څخه د ۳۹ مختلف النوع نقلیه وسائطو په وسیله لسګونه مهاجرې کورنۍ د ننګرهار بیلابیلو ولسوالیو او لغمان او کونړ ولایتونو ته انتقال کړي دي

۹ ــ د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ مسئولینو نن ورځ په تورخم کې ۴۰۴۲ وړیا او موقت سیمکارتونه مهاجرینو ته وویشل.
چې په په مجموعي توګه د ټولو ویشل شویو سیمکارتونو شمیر په تورخم کې ۱۶۵۸۹ ته رسیږي.

۱۰ ــ خدماتي کمیټې په تورخم کې نن غرمه ۵۱۰۰۰ زره تنه مهاجرینو ته غذا او خواړه ورسول او نن ماښام یې ۳۵۰۰۰ زره مهاجرینو ته خوراک توزیع کړی دی.

۱۱ ــ د لعلپورې ولسوالۍ په کمپ کې ۷۰ کورونه ورغول شول او نن افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

۱۲ ــ په لعل پوره کې د اوبو ۳ څاګانې حفر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او دغه راز ۲۰۰ نوې خیمې نصب او ګټې اخیستنې ته اماده شوې.

۱۳ ــ په تورخم کې د موقتو کمپونو د انکشاف او منظم کولو په هدف د کابل ښاروالۍ مرستیال، د ننګرهار ولایت ښاروال او د تورخم ښارګوټي ښاروال ګډه غونډه وکړه او د کمپونو د انکشاف او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره یې لازم تصمیمونه ونیول.

ســـــــــــپین بولدک

۱۴ ـــ د اسکان موقت کمیټې نن د تخته پول په کمپ کې د اوبو د ېوې څاه کیندل موفقانه تکمیل کړل.

۱۵ ـــ د اسکان موقت کمیټې د سپین بولدک د لیسې په کمپ کې ۲۰۰ بابه نوې خیمې نصب کړې او ګڼ تشنابونه یې ترمیم کړل او د اوبو رسولو ستونزه حل شوه.

۱۶ ـــ د ثبت او تثبیت کمیټې مسئولینو نن په سپین بولدک کې ۱۰۳۲ کورنۍ، چې د وګړو شمیر یې ۶۱۵۲ تنه کیږي، ثبت او بائیو مټریک کړي دي.
یادې کورنۍ د مساعدت لپاره د آی او ام موسسې ته ورمعرفي شول.

۱۷ ـــ د مالي چارو د تنظیم کمیټې نن په سپین بولدک کې سلګونو راستانه شویو کورنیو ته د کورنۍ پر سر ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ وویشلې.

۱۸ ـــ د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمیټې مسئولینو نن د سپین بولدک په غازي عبدالله خان لیسه کې د سهار اوماسپښین لمنځونو وروسته مهاجرینو ته د هجرت دمقاصدو او همدارنګه د صبر، ثبات او زغم په اړه هراړخیزې ویناوې وکړې.
او د ا.ا.ا د امکاناتو په محدوده کې د خدمت کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۹ ـــ ترانسپورتي کمیټې نن ورځ د سپین بولدک له مسیر څخه ۸۰۸ کورنۍ، چې د نفرو شمیر ۴۷۶۳ تنه ته رسیده، د هیواد بیلابیلو ولایتونو لکه هرات، کندهار، اروزګان، زابل، غزنی، کابل او یو شمیر نورو ولایتونو ته د ۱۱۳ مختلف النوع نقلیه وسائطو په وسیله انتقال شوې دي او یادو کورنیو ته د مالي چارو د تنظیم کمیټې لخوا په مجموعي توګه ۱۷۳۰۰۰ افغانۍ کمک رسیدلی دی.

هـــرات

۲۰ ــ نن په هرات کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون د دارالانشاء مسئولینو په اسلام قلعه کې دمهاجرینو ستونزو ته د رسیدو په موخه دترانسپورت او اسکان موقت کمیټو له مسئولینو سره ناسته وکړه
وروسته دوی په ګډه دهرات د علماوو شورا له مشر او اعضاوو سره دکارونو دلا بهبود په هدف مجلس وکړ او لازم تصمیمونه یې ونیول.

پــــکتیکا

۲۱ ـــ د اسکان موقت کمیټې مسئولینو په پکتیکا کې د انګور هډې او توروي ګذرګاوو څخه لیدنه وکړه او هلته یې په دواړو مسیرونو کې د مهاجرینو د راستنیدو د وضعیت جاج واخیست او په پکتیکا کې یې د اسکان موقت ولایتي کمیټې ته دنده وسپارله، چې
په عاجله توګه د اړتیا وړ خیمې اماده او نصب کړي.
د اوبو رسولو سیستم تیار او د اوبو نوي ټانکرونه د تسهیلاتو برابرولو په هدف اماده کړي.
د اړتیا په صورت کې سیار تشنابونه هم اماده کړي.

بلال کریمي د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمسیون ویاند