نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة ۱۴۰۳/۷/۱۹ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۹مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبیکستاني کمپنۍ ترمنځ د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې سره د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج لس کلن تړون لاسلیک شو. […]
الامارة ۱۴۰۳/۷/۱۹ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۹مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبیکستاني کمپنۍ ترمنځ د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې سره د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج لس کلن تړون لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال ۱۰۰ میلیون ډالره او د لسو کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له استخراج شوو ګازو څخه په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰میګاواټه ګازي برېښنا هم تولیدوي. د فاریاب ولایت د طوطي ميدان ګازو زېرمې شاوخوا اووه زره کيلومټره مربع مساحت لري چې د استخراج په پیل سره به یې تر ډېره حده د هېواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.