د طبيعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست لخوا د نهرشاهي ولسوالۍ د ٦٧٠ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بلخ ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس مولوي عبدالطيف حقاني د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ مسوولینو په همغږۍ د ٦٧٠ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د ښاغلي حقاني د خبرو پر بڼسټ په دغه خوراکي او غیري خوراکي توکو کې، اوړه، ورجې، ناخود، البسه او بوټان شامل […]

د بلخ ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس مولوي عبدالطيف حقاني د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ مسوولینو په همغږۍ د ٦٧٠ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د ښاغلي حقاني د خبرو پر بڼسټ په دغه خوراکي او غیري خوراکي توکو کې، اوړه، ورجې، ناخود، البسه او بوټان شامل دي.

د بلخ ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس وايي چې د بلخ ولایت په ١٤ ولسوالیو کې ١٢٥٠٠ بې وزله کورنۍ د دوی مسوولینو او ځايي مسولينو لخوا پېژندل شوي، ليستونه يې چمتو شوي او د یادو کسانو سره به په نږدي راتلونکي کې مرسته وشي.

همدارنګه د نهرشاهی ولسوالۍ مرستیال وايي چې د اړوندو کلانترانو او مشرانو سره یې همغږي کړې او دغه مرستې به په پوره شفافیت ویشل کیږي او هیڅکله هم د مستحقینو حقونه بل څوک نشي خوړلی.

همداراز د بلخ ولایت نهرشاهي یو شمېر اوسېدونکي  د افغانستان اسلامي امارت د دغو مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: دغه خوراکي او غیري خوراکي توکي کولاي شي د يو څو اوونیو لپاره  ستونزې حل کړي.

نوموړي وویل: دغه بې وزله کسان د اړوند مسوولینو څخه غوښتنه کوي ترڅو د دوی لپاره کاري زمینه برابره کړي او هلې ځلې وکړي چې د دوی سره ډیري مرستې وکړي.

۱۴۴۳/۳/۴