هلمند:د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست د ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره مرسته وکړه

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د ضد حوادثو ریاست د مرکز او ولسوالیو د ۵۰۰ غریبو او بې وزله کورنیو سره د ۱۰۰ کیلو ورجو ، پلاستیکي سطلونو او دوه ترپالونو مرسته وکړه. پر همدې مهال د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس محترم قاري عبدالباري فیاض صاحب باختر آژانس ته وویل؛ […]

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د ضد حوادثو ریاست د مرکز او ولسوالیو د ۵۰۰ غریبو او بې وزله کورنیو سره د ۱۰۰ کیلو ورجو ، پلاستیکي سطلونو او دوه ترپالونو مرسته وکړه.

پر همدې مهال د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس محترم قاري عبدالباري فیاض صاحب باختر آژانس ته وویل؛ چي د یادو کورنیو سروې په پوره شفافیت سره د یو ګډ ټیم له لوري سوې وه او هغه کورنۍ په نښه سوې وې چي زیاتي مستحقي وې.

نوموړی.وایي، د مرستو لړۍ به یې په راتلوونکي کي هم دوام ولري.
دغه راز یو شمېر کسانو چي یاده مرسته یې تر لاسه کړه د خوښۍ تر څنګ وویل،چي یاده مرسته به یې تر یو بریده اړتیاوي ور پوره کړي.

دوی غوښتنه کول چي اسلامي امارت او خیریه مؤسسات دي نوري مرستي هم را سره وکړي.

دا په داسي حال کي ده،چي په دې ولایت کي د بېلا ـ بېلو مؤسساتو او مرستندویه بنسټونو له خوا د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کي د بشري ناورین د مخنیوي په موخه د مرستو لړۍ پیل سوي دي.

نېټه:/۱۴۴۳/۷/۱ هــ ق