نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو له مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سره په داسې حال کې وکتل چې د شهرصفا ولسوالۍ ولسوال ملا نذیر احمد حمزه او د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار هم حضور درلود د شهر صفا ولسوالۍ څخه راغلو قومي مشرانو او […]
د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو له مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سره په داسې حال کې وکتل چې د شهرصفا ولسوالۍ ولسوال ملا نذیر احمد حمزه او د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار هم حضور درلود
د شهر صفا ولسوالۍ څخه راغلو قومي مشرانو او دیني عالمانو مرستیال والي ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ د خپلې ولسوالۍ د ولسونو شته ستونزې او غوښتنې د حل په موخه ورسره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې د شهرصفا ولسوالۍ عدلي او قضائي ارګانونه دې د خلکو ورغلې قضیې او حقوقي دعوې په دقیق ډول څیړي او نتیجه یې دې د اصولو له مخې په لنډ وخت کې له خلکو سره شریکوي تر څو په راتلونکي کې د خلکو تر منځ اختلافات په قانوني توګه حل کیږي او حق حقدار ته رسول کیږي.
مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د راغلو مشرانو سره د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د زابل ولایت د عدلي او قضائي ارګانونو سره به د شهرصفا ولسوالۍ د ولسونو پورته ذکر شوې ستونزې شریکې کړي تر څو د خلکو قضیو او حقوقي دعوو ته د اصولو او قوانینو په رڼا کې حل لارې پیدا کوی او نتیجې یې په لڼد وخت کې ورسره شریکوي.
مرستیال والي همدارنګه راغلو قومي مشرانو او دیني عالمانو ته وویل چې د شهرصفا ولسوالۍ د زراعت پوهنې او روغتیا په برخه کې به ټولو ستونزو ته رسیدګي وشي او په نوي پرمختیايي پلان کې به شاملې شي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.