نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دغه دوه ورځنی ښوونیز او روزنیز سیمینار د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د یاد ولایت د ولایتي او د ټولو ولسوالیو تعلیمي مسئولینو، مرستیالانو او مدیرانو ته د شمال حلقې د تعلیمي مسئولینو له لوري ورکړل شو. یاد تعلمي سمینار د تعلیم او تربیې د مسئولینو د کاري ظرفیت د لوړوالي او […]
دغه دوه ورځنی ښوونیز او روزنیز سیمینار د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د یاد ولایت د ولایتي او د ټولو ولسوالیو تعلیمي مسئولینو، مرستیالانو او مدیرانو ته د شمال حلقې د تعلیمي مسئولینو له لوري ورکړل شو. یاد تعلمي سمینار د تعلیم او تربیې د مسئولینو د کاري ظرفیت د لوړوالي او اداري کارونو د ښه تنظیم په موخه جوړ شوی وو چې ګډونوالو ته پکې د ادارې، مدیر، مدیریت، لایحه وظائف، پلان او راپور جوړونه تعریف او د جوړولو په لارو چارو مفصل تشریحات ترسره شول. دغه راز ټول اداري رسمي او غیر رسمي کتابونه او مواد د کلني ګډ امتحان جدولونه، د سمینار لپاره هدایات او لارښوونې په بشپړه توګه تشریح شول. د سیمینار په پیل کې د ګډونوالو څخه د دوی د علمي کچې او اداري کارونو په اړه ازموینه واخیستل شوه. همداراز په پای کې هم د ازموینې په څیر د سوالونو په ورکولو د ټولو ګډونوالو ارزونه ترسره شوه تر څو دا جوته شي چې ګډونوالو له سیمینار څخه څومره معلومات او ګټه پورته کړې ده. د راپور له مخې دغه سیمینار د دعاء په غوښتلو سره پای ته ورسید. ۲۰۲۱/۷/۲۸
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.