نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د شمال حلقې د تعلیم او تربیې د مسئولینو د بغلان ولایت د ځینيو ولسوالیود تعلیمي ادارو د نظارت ترڅنګ په یادو ولسوالیو کې د تعلیمي ادارو لکه دیني مدارسو، دارالحفاظونو، کلیوالي مدارسو او دښوونځیو له مسؤلینو سره بیلابیلې غونډې ترسره شوې. د یادو غونډو سربیره د یادې حلقې د تعلیم اوتربیې مسئول مولوي بسم […]
د شمال حلقې د تعلیم او تربیې د مسئولینو د بغلان ولایت د ځینيو ولسوالیود تعلیمي ادارو د نظارت ترڅنګ په یادو ولسوالیو کې د تعلیمي ادارو لکه دیني مدارسو، دارالحفاظونو، کلیوالي مدارسو او دښوونځیو له مسؤلینو سره بیلابیلې غونډې ترسره شوې. د یادو غونډو سربیره د یادې حلقې د تعلیم اوتربیې مسئول مولوي بسم الله (نعماني) او د یادې حلقې غړي او اداري مسئول انجینر سعید په ابتکار په یاد ولایت کې د همدې ولایت د تعلیم او تربیې ټولو مسؤلینو ته درې ورځنی ښوونیز اوروزنیز سمینار ترسره شو. په دې سمینار کې د بغلان ولایت دتعلیم اوتربیې د رئیس او معاون په ګډون ټولو ولسوالیو تعلیمي مسئولینو برخه اخیستې وه. په یاد علمي سیمینار کې لاندې مواردو باندې بحث او څیړنې وشوې لکه: ۱ــ دسمینار په تړاوو هدایات، لارښونې، طرزالعملونه، دمسؤلینو مکلفیتونه اوداسې نور…. ۲ـ اداره، مدیر، دمدیرمسؤلیتونه، مدیریت او د مدیریت دندې، لایحه وظایف، طرزالعمل، پلان، اوږد مهاله پلان او لنډمهاله پلان او داسې نور… ۳ـ اداري توکې لکه: مکتوب او محتوا، پیشنهاد، استعلام، د صادرې کتاب، دواردې کتاب، د عوایدو کتاب، د مصارفو کتاب، د اجناسو او وسایطو کتاب، د معاینې کتاب، رسیدات، د شاګردانو د اندراج کتاب، د شاګردانو او استاذانو حاضري او داسې نور رسمي کتابونه… ۴ـ د تعلیم او تربیې د ادارې مربوطه کتابونه او جدولونه لکه: ددیني مدارسو دثبت کتاب، د دارالحفاظونو دثبت کتاب، دمکاتبودثبت کتاب دتعیناتو کتاب، دامتحاناتو ددرجاتو دثبت جدولونه، دکامل الحفظ طالبانو دثبت جدول، دکامل الحفظ دداخلې فارم، ددیني مدارسو دطالبانو دداخلې فارم اوداسې نور… ۵ـ د دارالحفاظونوطرزالعمل، د کلیوالي مدارسو طرزالعمل، د دارالایتام طرزالعمل، د ښونځیو طرزالعمل او فوق العاده مبلغ د توزیع طرزالعمل او نور…. یاد سمینار چې درې ورځې یې دوام درلود، ټول درسونه او اجنډا یې په پنځوو کټګوريو ویشل شوي ول لکه: ۱ـ دسمینار په پیل او پای کې دآزموینې اخیستل. ۲ـ په ګډونوالو ګروپي عملي کار کول. ۳ـ دسمینار د موادو او موضوعاتو تفصیلي تشریح کول د مسؤلینو لخوا. ۴ـ په سمینار کې د اداري موادو د تطبیق لپاره د ګډونوالو په ملتیا ادارې جوړول او عملي کار پرې سرته رسول. ۵ــ د درس په جریان کې ګډونوالو ته د تفریح وخت ورکول، شامل وو. همداراز د سمینار ټولو ګډونوالو ته چې تعداد یې (۲۰) تنو ته رسیده هر یو ته (۱۰۰۰) زر، زر افغانۍ د نقلیه وسایطو د کرایې په خاطر ورکړل شوې، چې نن د یاد سمینار د یو تن جید عالم لخوا د دعایې په غوښتلو پای ته ورسید. ۲۰۲۱/۸/۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.