د شل میلیونه افغانیو په لګښت د آبیارې دوه پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱) ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) د ۲۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت او د (DRC) مٶسسې په تخنیکي همکارۍ په سرخرود  ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو د اوبخور په موخه د آبیارۍ دوو پروژو  رغولو چارې بشپړې شوې د کرنې ریاست مرستیال […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱)
ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) د ۲۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت او د (DRC) مٶسسې په تخنیکي همکارۍ په سرخرود  ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو د اوبخور په موخه د آبیارۍ دوو پروژو  رغولو چارې بشپړې شوې
د کرنې ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق وایي چې په سرخرود ولسوالۍ  بانډه فتح الله کلي کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت  ۸۴۳ متره د اوبخور  ویاله په اساسي ډول ورغول شوه، چې په مسیر کې ۵ پلچکونه هم جوړ شوي چې ۱۵۰۰ جریبه زراعتي ځمکه به خړوبوي،
همدارنګه د بالا باغ کلي کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت  ۸۶۰ متره په اوږدوالي کانال او دوه پلچکونه په اساسي ډول ورغول شول چې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه به ترې خړوبیږي، چې د دواړو پروژو له تطبیق څخه به ۳۰۰۰ کورنۍ ګټه پورته کوي.