د شلو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

نن له غرمې مخکي د هلمند د کډوالو چارو ریاست په انګړ کې د یاد ریاست او د GKRO دفتر په همکارۍ او د خوړو د نړیوال پرګرام یا Wfp په مالي لګښت د شلو هغه اړمنو کورنیو سره مرسته وسوه چې په دا وروستیو کې د همسایه هېوادونو څخه وطن ته راستنې سوې وې. […]

نن له غرمې مخکي د هلمند د کډوالو چارو ریاست په انګړ کې د یاد ریاست او د GKRO دفتر په همکارۍ او د خوړو د نړیوال پرګرام یا Wfp په مالي لګښت د شلو هغه اړمنو کورنیو سره مرسته وسوه چې په دا وروستیو کې د همسایه هېوادونو څخه وطن ته راستنې سوې وې.

د هلمند د کډوالو چارو ریاست سرپرست رئیس محترم انقیادي مولوي صاحب وویل چې د یادو اړمنو کډوالو د هري کورنۍ سره ۲۰۵۵۰ شل زره پنځه سوه پنځوس افغانۍ نقدي مرسته ترسره سوه.

دیادوني وړ ده؛ چې د کډوالو چارو ریاست په دا وروستیو کې د مختلفو مؤسیسو او خیریه بنسټونو په همکارۍ د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د بې وزلو کورنیو سره د مرستي بهیر چټک کړی دی چې لا هم دوام لري.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۴/۲۴/ هـ ق