نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: سه شنبه ۱۱/۱۰/۱۴۰۳مه نن د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ریاستالوزراء اقتصادي، اداري او سیاسي مرستیالانو سربېره د کابینې یوشمېر محترمو غړو، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی وو؛ ګټې اخیستنې ته وسپارل […]
الاماره: سه شنبه ۱۱/۱۰/۱۴۰۳مه نن د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ریاستالوزراء اقتصادي، اداري او سیاسي مرستیالانو سربېره د کابینې یوشمېر محترمو غړو، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی وو؛ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ریاست الوزراء اقاصادي مرستیال محترم ملا برادر اخند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د اوبو ارزښت ته په اشارې سره وویل، نن ورځ په نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو او قیمتي کاني زېرمو هم لوړ دی. د محترم ملا صاحب په خبره، له بدهمرغه پر افغانستان د تحمیل شوو جګړو او یوشمېر کورنیو او بهرنیو عواملو له امله په هېواد کې د دغه مهم اقتصادي عنصر د مدیریت لپاره اساسي پانګونه نه ده شوې او له همدې وجې د موسمي بارانونو او اقلیمي بدلونونو له وجې د زیاتو سېلابونو راوتلو پر مهال یوشمېر هېوادوالو ته د سر او مال زیان رسېږي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، اسلامي امارت د اوبو ارزښت او اړتیا په درک کولو سره د دغه مهم اقتصادي عنصر مدیریت ته جدي پاملرنه کړې او په همدې موخه یې د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند پاتې چارې بشپړې او نن یې له نېکهمرغه هېوادوالو ته د څښاک پاکو او همدا راز د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه ګټې اخیستنې ته سپاري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د دغه بند د چارو په بشپړېدو سره به ډېرو بزګرانو ته د د ځمکو خړوبولو په موخه اوبه برابرې شي، د برېښنا پر تولید سربېره به د فردي اقتصاد او په ټوله کې د هېواد له ملي اقتصاد سره د پام وړ مرسته وکړي. په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو هېوادوالو ته د دغه لویې او ملي پروژې مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د دې او نورو پروژو په ساتنه کې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه خپل فردي مسوولیت په سمه توګه اداء کړي. د یادونې وړ ده چې شاه او عروس بند د ۷۸ متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴ میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.