د سړک جوړونې یو شمېر پروژو د ځنډېدلو کارونو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ په تخنیکي غونډه کې په بېلابېلو ناحیو کې د سړک جوړونې د یو شمېر پروژو د کارونو پر ځنډ بحث وشو او اړینې پریکړې ترسره شوې. په یاده غونډه کې ټینګار وشو چې، د بېلابېلو تخنیکي څانګو ترمنځ د همغږۍ اصل ته په کتو دې له […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ په تخنیکي غونډه کې په بېلابېلو ناحیو کې د سړک جوړونې د یو شمېر پروژو د کارونو پر ځنډ بحث وشو او اړینې پریکړې ترسره شوې. په یاده غونډه کې ټینګار وشو چې، د بېلابېلو تخنیکي څانګو ترمنځ د همغږۍ اصل ته په کتو دې له سرچینو ډیره ګټه پورته شي.
دغه راز د قراردادي شرکتونو د کارونو ګټورتوب، په ټاکلي وخت او کیفیت د پروژو پلي کول، د استملاک په پروسه کې زیانمنو ښاریانو ته د حقونو ورکول، د یو شمېر نیم کاره پاتې پروژو د کارونو بشپړېدل نور هغه موضوعات وو چې په غونډه کې پرې بحث وشو.
په همدې توګه په دې غونډه کې د سلطان محمود غزنوي سړک دوام، له تهیه مکسن تر سرای شمالي پورې د فرعي سړکونو چارې، د رحمن مېنې سړک د دوام چارې، له ۳۱۵ تر انجیرک کوتل پورې د بدیل سړک پروژې پلي کول او یو شمېر نورو پروژو په اړه اړینې پرېکړې وشوې.
کابل ښاروال وویل چې، د ښار د لر لید او تلپاتې پراختیا لپاره دې برابرې پراختیا ته په کتو په ښار کې نوې عمراني پروژې پلان او پلې شي.
په نوي پلان کې به د سړکونو جوړولو، د سړکونو روښانه کولو، د پلو لارو جوړولو، د کانالونو لښتیو او کوچنیو پلونو جوړولو، پارکونو جوړولو، ماشینرۍ پیرلو، د پو شمېر پروژو ډیزاین او د یو شمېر تاسیساتو بیارغونې ته ځای ورکړل شي.