د سپورټي کلپ غلا سوي وسایل خپل مالک ته وسپارل سول

  زرنج، د رجب ۱۹مه/ د کب میاشتي دویمه د نيمروز امنيه قومندانۍ د لومړۍ امنيتي حوزې د هلو ځلو په پايله کې، د ښار په دوېمه ناحيه کې د عربانو د سالون په مربوطاتو کې د هستوګنې د يوه کور تر پلټنو وروسته، په ښار کې غلا سوي توکي وموندل سول.   د يادونې […]

 

زرنج، د رجب ۱۹مه/ د کب میاشتي دویمه

د نيمروز امنيه قومندانۍ د لومړۍ امنيتي حوزې د هلو ځلو په پايله کې، د ښار په دوېمه ناحيه کې د عربانو د سالون په مربوطاتو کې د هستوګنې د يوه کور تر پلټنو وروسته، په ښار کې غلا سوي توکي وموندل سول.

 

د يادونې وړ ده، چې هغه کسان چې د نيمروز ولايت و امنيه قوماندانۍ ته يې د کورنيو توکو د غلا په اړه عريضې ثبت کړي دي، کولای سي د امنيه قومندانۍ و لومړۍ امنيتي حوزې ته مراجعه وکړي او خپل توکي تر لاس کړي.