د سویل لوېدیځ زون د میاشت لیدني کمېټې د شعبان د میاشتي د لیدنې په پار ناسته وکړه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله او د ستري محکمې د عالي مقام د حکم په اساس د سویل لوېدیځ زون لپاره جوړي شوي د میاشت لیدني کمېټې «رؤیت هلال» د دوشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کښي په خپلو منځ کي د شعبان د میاشتي د لیدلو لپاره ناسته وکړه، چي […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۹) د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله او د ستري محکمې د عالي مقام د حکم په اساس د سویل لوېدیځ زون لپاره جوړي شوي د میاشت لیدني کمېټې «رؤیت هلال» د دوشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کښي په خپلو منځ کي د شعبان د میاشتي د لیدلو لپاره ناسته وکړه، چي مشري ئې د کندهار د ستري محکمې مرستیال او د زون په کچه د تمیز رئیس شیخ مولوي سردار محمد ابوالفیضان صاحب کوله.

یاده کمېټه کي د شیخ مولوي سردار محمد ابوالفیضان صاحب ترڅنګ د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا صاحب، د مرکزي دارالافتاء رئیس شیخ‌مولوي نور‌الله منیرصاحب، د کندهار د امر بالمعروف و نهي عن المنکر رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د علماوو شورا مرستیال شیخ‌مولوی اخترمحمد زعفراني صاحب، د نظامي محکمې قاضي مولوي عبدالهادي همت صاحب، د کندهار د پوهني رئیس مولوي فخرالدین نقشبندی صاحب او د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محمدسلیم صابر صاحب ګډون درلود.

ناسته کي لومړی د کمېټې پر طرزالعمل، مادو او نورو هراړخیزه برخو بحث او خبري وسوې او ورپسې د میاشت لیدلو «رؤیت هلال» په اړه هم هراړخیزه او په بشپړه توګه بحث او خبري وسوې او هم نظرونه شریک کړل سول او ددې ترڅنګ د مولوي محمود عزام صاحب په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل سوه، ترڅو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د بابا صاحب غره ته وخیژي او هلته د شعبان د میاشت لیدلو په موخه هڅي وکړي.
چي ورسره کمیټې هم د میاشتو لیدلو لپاره پر یو لوړه څوکه د لیدلو هڅه وکړ.
ددې ترڅنګ د کندهار په ټولو ولسوالیو کي هم د میاشت لیدني کمېټې «رؤیت هلال» جوړي سوي، چي د ولایتي ادارې او د سویل لوېدیځ زون د کمېټې په ځانګړې لارښوونه یې ناستي وکړې او د میاشت لیدلو هڅي یې کولې.

د یادولو وړ ده، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظ‌الله د فرمان په اساس د ستري محکمې په مشرۍ مرکز، ولایتونو او ولسوالیو په کچه د میاشت لیدني کمېټې «رؤیت هلال» جوړي سوي، ترڅو د روژې او اخترونو د میاشتو د لیدلو چاري ترسره کړي او وروستی حکم او اعلان به په شرعي طریقه د هیواد قاضي القضات صاحب کوي.