نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د سلطان مسعود تاريخي قصر چي د تېرو شلو کلنو په جريان کي په غيري قانوني ډول د یو شمېر غاصبينو له خوا غصب سوی او په خپلسري توګه په کي کورونه جوړ سوي وه په بشپړه توګه د غاصبينو له شتون څخه پاک او له […]
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د سلطان مسعود تاريخي قصر چي د تېرو شلو کلنو په جريان کي په غيري قانوني ډول د یو شمېر غاصبينو له خوا غصب سوی او په خپلسري توګه په کي کورونه جوړ سوي وه په بشپړه توګه د غاصبينو له شتون څخه پاک او له تخريب څخه يې مخنيوی وسو.
نن تر بشپړي تخليې وروسته د (سلطان مسعو قصر) په انګړ کي د اطلاعاتو او فرهنګ یاست مسؤلینو او ليکوالانو لخوا رسنیو ته د ياد (قصر) د تخليه کېدو او ارزښت په اړه معلومات ورکول سوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د تاريخي ابداتو د ساتني مدير مولوي حمدالله (مدثر) رسنيو ته وويل: د دغه تاريخي قصر په انګړ کي دننه شاوخوا (۶۰) کورنۍ موجودي وې، چي په خپلسري توګه يې د دغه قصر ځيني برخي قبضه کړي او د اوسېدو لپاره يې پکي کورونه اباد کړي وه، چي تر ډیرو هلو ځلو وروسته دادی نن په بشپړه توګه یاد قصر دغاصبينو له منګلو څخه خلاص او د بیارغاوني اوساتني لپاره به يې هم بېلا بېل پلانونه په کار واچول سي ترڅو خپلي معنوي شتمنۍ وساتو.
نوموړي زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هوډ لري چي د هلمند ولايت اړوند ټول لرغوني او تاريخي اثار د غاصبينو له منګولو خلاص او عاملین یي دشرعي اصولو مطابق دخپل عمل په سزا ورسوي.
همدارنګه ليکوال او تاريخ څېړونکي، محمد اسماعيل (شريعت يار) رسنيو ته د دغه قصر د تاريخي قدامت او ارزښت په اړه معلومات ورکړه، نوموړي وویل: هلمند دهيواد په کچه هغه لرغونی او تاريخي ولايت دی چي د اوږده او څپانده سيند پر غاړه يې تمدنونه رامنځته سوي او زرګونه کلونه وړاندي دا هغه د برمه ډکه سيمه وه، چي په خپله غېږه کي يې بېلا بېل نوميالي روزلي.
د ده په وينا: هلمند د نورو تمدنونو ترڅنګ په سياسي، علمي او ادبي برخو کي هغه ولايت دی چي په ځينو تاريخونو کي ورته د علم زانګو او د پښتو ادب پلازمېنه ويل سوې.
د شريعت يار په خبره: دغه قصر د غزنوي واکمنانو ژمنی ټاټوبی وو، چي دوی به په دوبي په غزني او ژمي کي همدلته اوسېدل او له همدې ځايه به يې د ټول هيواد چاري اداره کولې.
دغه راز ښاغلي شريعت يار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د دې نېک او بې ساري اقدام څخه ستاينه او مننه وکړه، همداراز نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ له مسؤلينو وغوښتل چي ټول هغه تاريخي ابدات چي د کورنيو جګړو پرمهال وران سوي او غصب سوي، د هغوی د ژغورني او ساتني په برخه کي جدي پاملرنه وکړي ترڅو زموږ معنوي ارزښتونه د له منځه تلو له ګواښ څخه وژغورل سي.
دیادوني وړده چي ،هلمند هغه ولايت دی چي د هيواد په کچه د پراخ مساحت ترڅنګ ډيری لرغوني ابدات او تاريخي کلاګاني لري،
چي له بده مرغه يې د کورنيو جګړو پر مهال يو شمېر لرغوني او تاريخي کلاګاني له غصب او ورانۍ سره مخ سوي دي، خو له دې جملې څخه يو هم د سلطان مسعود قصر وو، چي د تيرو شلو کلونو په جريان کي د یو شمېر زورواکانو او غاصبينو له خوا په خپلسري توګه غصب او پکښي د استوګني کورونه جوړ سوي وه.
خو شبختأنه هلمند ته د اسلامي امارت په راتګ او بشپړ حاکميت سره د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دسرپرست رئیس حافظ راشد هلمندي لخوا په ډېر جديت سره د هلمند ولايت اړوند ټولو لرغونو سيمو او تاريخي ابداتو د غصب مخنيوی سوی او عاملين يې اړونده قضايي ارګانونو ته ور معرفي کړي ترڅو د خپل عمل په سزا ورسيږي.
نېټه:۱۴۴۳/۴/۲۷/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.