نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار سرې میاشتي ریاست له لوري نن جمعه په ژړۍ ولسوالۍ کي له ۱۶۰۰ کورنیو سره د مرستي کولو لړۍ رسماً راپیل سوه، چي نن جمعه یې په لومړۍ ورځ له ۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وسوه، چي پرمهال یې د هیواد په کچه د سرې میاشتي مرستیال […]
د کندهار سرې میاشتي ریاست له لوري نن جمعه په ژړۍ ولسوالۍ کي له ۱۶۰۰ کورنیو سره د مرستي کولو لړۍ رسماً راپیل سوه، چي نن جمعه یې په لومړۍ ورځ له ۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وسوه، چي پرمهال یې د هیواد په کچه د سرې میاشتي مرستیال ملا نورالدین ترابي، د ملک سلمان خیریه بنسټ استازي قاري نورالزمان شرافت او د کندهار او ددې زون د سرې میاشتي ادارې مسئولینو هم حضور درلود.
په دې مرسته کي اوړه، غوړي، لوبیا، وریجي، دال، بوره او ژمني توکي شامل وه.
د کندهار سرې میاشتي ریاست مسئولین وایي، د کندهار له ۲۰۰۰ جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو، بې وزله او بې سرپرسته کورنیو سره دا مرسته د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د دوی ریاست ته په واک کښي ورکول سوې، چي د ۱۶۰۰ کورنیو سره به په ژړۍ او له ۴۰۰ کورنیو سره به بیا د کندهار په مرکز کي مرسته وکړي.
د دوي په خبره دا کورنۍ د ځانګړي سروې له مخي مشخصي سوي دي.
جمعه: ۱۴۴۳/۷/۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.