د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر د لغمان ولایت له ولسونو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملانورالله نوري د لغمان ولایت له والي قاري زين العابدين سره داسې مهال ولیدل چې د دې ولایت د بېلابيلو ولسواليو قومي مشرانو، دیني عالمانو او عامو وګړو هم حضور درلود. لومړی د یاد ولایت والي قاري زین العابدین عابد، عبدالهادي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملانورالله نوري د لغمان ولایت له والي قاري زين العابدين سره داسې مهال ولیدل چې د دې ولایت د بېلابيلو ولسواليو قومي مشرانو، دیني عالمانو او عامو وګړو هم حضور درلود.

لومړی د یاد ولایت والي قاري زین العابدین عابد، عبدالهادي واحدي، قاري عبد القاهر متوکل، د لغمان ولايت د بېلابيلو ولسواليو د عام ولس ستونزو ته په اشارې سره وویل: د ياد ولايت اړوند ولسوالۍ او سیمې تېر نظام په خپل دور کې د ښوونې، روزنې، روغتیا او د ټولګټو پروژو په عملي کولو کې له پامه غورځیدلې وې او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، دوی له ا.ا.ا او په ځانګړي ډول له همدې ورارت څخه وغوښل چې ستونزې یې هوارې کړي.

ورپسې د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت سرپرست وزير نوري د ليدنې د ګډون والو مشرانو د هېواد پالنې له احساساتو مننه وکړه او زیاته یې کړه، د تير نظام دغه راپاتې ستونزې چې تاسو یې یادونه وکړه د هېواد په کچه شته، خو د ټولو ستونزو د حل لاره د مېشتو قومونو او ولسونو تر منځ د ملي یوالي تامین ده، زه ډاډه يم چې د ا.ا.ا په راتگ سره به ډېرې ستونزې حل شوې وي، که ځينې ستونزې پیچلې وي موږ به په ګډه کار او هلې ځلې وکړو چې د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې ستاسې ستونزې حل کړو.