نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ولايت د س. ق.ق چارو رياست افتخاري مرستيال مولوي ندا محمد عابد د وزارت را ليږل شوي هيئت ته ښه راغلاست ووايه او د قومو قبايلو او سرحدونو اړوند يې لنډ معلومات او د هغوئ ستونزې شريکې کړې. نوموړي وويل دوئ توانيدلي چي د ياد رياست اړوند غازي عبدالله خان عالي ليسې […]
د کندهار ولايت د س. ق.ق چارو رياست افتخاري مرستيال مولوي ندا محمد عابد د وزارت را ليږل شوي هيئت ته ښه راغلاست ووايه او د قومو قبايلو او سرحدونو اړوند يې لنډ معلومات او د هغوئ ستونزې شريکې کړې.
نوموړي وويل دوئ توانيدلي چي د ياد رياست اړوند غازي عبدالله خان عالي ليسې په حريم کي د غاصبینو له لوري د دوکانونو د جوړولو مخنيوی وکړي. او همدا راز يې په ليري پرتو ولسواليو د قومونو تر منځ د شخړو د حل وفصل کولو په اړه ګزارش وړاندي کړ.
د هيئت مشر مولوي محمد اسماعيل غزنوي د ياد رياست له منسوبينو څخه مننه وکړه چي هر وخت يې د سرحدونو څخه ليدنه او نظارت کړی، د خلکو ستونزې يې حل کړې او په ښه توګه يې دنده سرته رسولې.
ياد هيئت د س.ق.ق چارو رئيس حاجي ملا اغاجان او د کوچيانو پخواني آمر محمدولي بشير په ملتيا په ياد ولايت کي د کوچيانو له آمريت څخه هم ليدنه وکړه.
د يادونې وړ ده چي د کوچيانو آمريت دټولو اجناسو او همداراز د کوچيانو لپاره مرسته شويوغنمو له ګودام څخه ليدنه وکړه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.