د زرنج ښار ګذر وکیلانو ته د پولیو واکسین په تړاو معلومات وړاندي سو

  زرنج،  د رجب ۱۵ مه/د سلواغې ۲۸مه د باختر خبري آژانس د خبر پر بنسټ، د نیمروز ولایت د عامي روغتیا مرستیال حافظ مطیع الله “منیب” او  سید اشتباه ابوالشاهی د معافیت آمر په شتون که د زرنج ښار  ګذر وکیلانو، ملا امامانو او د ښوونځیو مدیرانو ته د پولیو واکسین د کمپاین په […]

 

زرنج،  د رجب ۱۵ مه/د سلواغې ۲۸مه

د باختر خبري آژانس د خبر پر بنسټ، د نیمروز ولایت د عامي روغتیا مرستیال حافظ مطیع الله “منیب” او  سید اشتباه ابوالشاهی د معافیت آمر په شتون که د زرنج ښار  ګذر وکیلانو، ملا امامانو او د ښوونځیو مدیرانو ته د پولیو واکسین د کمپاین په اړه د عامه پوهاوي معلومات وړاندي سو.

 

دغه معلوماتي ناسته، چې د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل سوه، په پیل کې د عامي روغتیا مرستیال حافظ مطیع الله “منیب” د پولیو خطرات تشریح کړل او د پولیو په کمپاین کې د ګذر وکیلانو، ملاامامانو  او د ښوونځیو د مدیرانو  رول یې مهم وباله او د لا ډیرو همکاریو غوښتنه یې وکړه.

 

بیا شرف الدین “شرفدوست” د ګذر وکیلانو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل، ښه انسان هغه دی چې بل انسان ته ګټه ورسوي، موږ کولای سو د عامه پوهاوي له لارې د پولیو مخه ونیسو او خلکو ته ګټه ورسوو.

 

ورپسي مولوی زبیر”منیب” د کتلوي معافیت عامه د پوهاوي مسؤول، د پولیو په اړه پریزینتیشن وړاندی کړ.

یاده ناسته د دُعا په ویلو سره  پایته ورسېد.