د زرنج ښاروالۍ لخوا تر ۲ ټنه زيات تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول سوه

  زرنج، د رجب ۱۱ مه/ د سلواغي د میاشتي ۲۴ مه د باختر خبري آژانس د راپور پراساس، د زرنج ښاروالۍ لخوا د ښار له بيلابيلو هټيو څخه راټول سوي څه دپاسه دوه ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي له ښار څخه بهر په يو مناسب ځای کې وسوځول سوه. په زرنج ښاروالۍ کې د […]

 

زرنج، د رجب ۱۱ مه/ د سلواغي د میاشتي ۲۴ مه

د باختر خبري آژانس د راپور پراساس، د زرنج ښاروالۍ لخوا د ښار له بيلابيلو هټيو څخه راټول سوي څه دپاسه دوه ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي له ښار څخه بهر په يو مناسب ځای کې وسوځول سوه.

په زرنج ښاروالۍ کې د حکومتداري مدیر محب الله “نورزاد” وايي: په دغو توکو کې هغه تاریخ تېره  خوراکي توکي او مشروبات شامل وو، چې د زرنج ښار په هټيو کې پلورل کېدل.
ښاغلي نورزاد زیاته کړه، د زرنج ښار له هټیوالو او عمده پلورونکو څخه مو غوښتنه دا ده، چې د داسې فاسدو موادو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي، چې د خلکو روغتیا ته خطر پېښوي.

ښاغلي نورزاد د ښاریانو څخه هیله وکړه، چې زرنج ښاروالۍ سره همکاري وکړي.