د زراعت کمېسیون له لوري د پروان په ګڼو ولسوالیو کې نیالګي کښېنول شول

د تیرو دوو اونیو په جریان کې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان مطابق د کرهنې او مالدارۍ کمېسیون د ځايي مسؤلینو او د ساحې د مجاهدینو لخوا د سیمې د خلکو په همکارۍ  د پروان  ولایت  سیاګرد ، شینوارو او کوه صافي ولسوالیو اړوند په عام المنفعه ځایونو کې د میوه لرونکو او […]

د تیرو دوو اونیو په جریان کې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان مطابق د کرهنې او مالدارۍ کمېسیون د ځايي مسؤلینو او د ساحې د مجاهدینو لخوا د سیمې د خلکو په همکارۍ  د پروان  ولایت  سیاګرد ، شینوارو او کوه صافي ولسوالیو اړوند په عام المنفعه ځایونو کې د میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو ونو نیالګي کښېنول شول. همدارنګه د کمېسیون د مسؤلینو لخوا په عامو خلکو باندې  د مڼو، بادامو او نورو ډول- ډول ميوه لرونکو ونو نیالګي تقسیم شول، تر څو یې هغوی په خپلو کروندو کې په خپله خوښه ولګوي.

د سیمې خلکو او د کرهڼې ماهرینو د مجاهدینو د دغه اقدام هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د پوره پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

2020/4/16