د زراعت او مالدارۍ وزیر: هلمند کي به د زراعت په برخه کي هر څه معیاري کړو

  د کرني ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عبدالرحمان راشد صاحب او د دغه وزارت مرستیال مولوي عبدالباري فضلي صاحب هلمند ولایت ته په سفر راغلي او نن یې د دغه ولایت د زراعت ریاست د کارکوونکو سره د یوې غونډه په ترڅ کي لیدنه وکړه. د زراعت وزیر وویل؛ هلمند یو زراعتي […]

 

د کرني ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عبدالرحمان راشد صاحب او د دغه وزارت مرستیال مولوي عبدالباري فضلي صاحب هلمند ولایت ته په سفر راغلي او نن یې د دغه ولایت د زراعت ریاست د کارکوونکو سره د یوې غونډه په ترڅ کي لیدنه وکړه.

د زراعت وزیر وویل؛ هلمند یو زراعتي ولایت دی او زیات وګړي یې په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي چي په وینا یي د سفر موخه یې هم داده،څو په دې ولایت کي د زراعت او مالدارۍ پر وړاندي له شته ستونزو خبر سي او حل لاره ورته ولټوي.

نوموړي د خپل خبرو پر مهال وویل؛ د زراعت او مالدارۍ په برخه کي به هغه کسان چي لوړي زده کړي یې کړي وي، فني او مسلکي وي له تجربو به یې کار واخیستل سي او پر دندو به وګمارل سي.

دغه راز ښاغلي وزیر زیاته کړه، چي د کرني ، اوبولګولو او مالدارۍ د لاښوالي او پر مختګ په برخه کي به په هلمند کي پروژې پلي او فارمونه به جوړ کړي ، اصلاح سوي تخمونه ، کمیاوي سري او پر مختللي زراعتي ماشینري به زراعت ریاست ته په واک کي ورکړي ، څو موږ په راتلونکي کي نورو هیوادونو ته اړ نه سو او یو معیاري زراعت ولرو.

هغه پر ورته وخت له بزګرو او مځکوالو غوښتنه وکړه، چي د باغدارۍ په برخه کي کار وکړئ ، په خپلو ځمکو د مېوجاتو باغونه جوړ کړئ او اصلاح سوي تخمونه رواج کړئ او دغه راز یې د تجارانو هم هیله وکړه، چي د زراعت او مالدارۍ په برخه کي پانګونه وکړئ، څو نور موږ ګاونډیو او نورو هیوادونو ته محتاج نه سو او له خپل هیواد څخه نورو هیواد ته د مېوه جاتو او غله جاتو صادرات ولرو.

په غونډه کي د هلمند د زراعت ریاست یو شمېر کارکوونکو د زراعت او مالداري په برخه کي د پرتو ستونزو ترڅنګ خپل وړاندیزونه هم وزیر ته وړاندي او د حل په برخه کي د جدي پاملرني غوښتني وکړې.

نوموړو وویل؛ موږ ته دي امکانات برابر او په واک کي دي را کول سي ، څو دلته زراعت پر پښو ودرېږي او دغه راز بزګرو او ځمکوالو ته اصلاح سوي تخمونه ، کیمیاوي کودونه په ښه کیفیت را وارید سي، د امراضو د مخنیوي په برخه کي زراعتي درمل او د نورو هیوادونو څخه د عصري زراعت د ودي لپاره ماشینري را وړل سي څو دلته د زراعت پر وړاندي پرتي ستونزي حل کړل سي.

پر ورته مهال د کرني ، اوبولګولو او زراعت مرستیال وزیر فضلي صاحب د یاد ریاست د مسؤلینو ستونزي او غوښتني پر ځای وبللې او ډاډ یې ورکړ، چي په ټولو برخو کي به شته ستونزو ته په پوره ژمنتیا سره رسیدګي کوي او په دې ولایت کي به د اصلاح سوي تخمونو د توزیع ، کیمیاوي سري، د امراضو د مخنیوي لپاره زراعتي درملو ، د عصري زراعت او مالدارۍ د پر مختګ په برخه کي پرمختللي زراعتي ماشینريو ،لابراتوار جوړوني او نورو برخو کي د معیاري زراعت د پر مختګ لپاره کار وکړي او دې برخه کي به پوره هڅه کوي ، چي په وینایې د هیواد په کچه به هلمند ته زیاته پاملرنه کوي.

دیادوني وړه ده،چي د هلمند ولایت څه باندي ۸۰ سلنه وګړي په زراعت او مالدارۍ بوخت دي ،خو په تېرو شلو کلونو کي دې ولایت ته په هغه ډول پاملرنه نه ده سوې څومره چي ورته اړتیا ده اوس د دې ولایت وګړي د اسلامي امارت په راتګ سره تمه لري چي د کرني او مالدارۍ په برخه کي به د دوی حق تر پښو نه لاندي کېږي.

نېټه؛۱۴۴۳/۵/۹ هـ ق