نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
که څه هم د اسلامي امارت په راتلو سره په زابل کښې د جنګ قرباني ځاني تلفات صفر دي او هیڅ د جګړي قرباني ندی پیښ شوی؛ خو په اکثریت سیمو کي د جګړي څخه پاته انفجاري موادو په چاودنو کښي اوس هم دمربوطه سیمو اوسیدونکي قرباني کیږي. د سیمې خلک وایی تیره ورځ […]
که څه هم د اسلامي امارت په راتلو سره په زابل کښې د جنګ قرباني ځاني تلفات صفر دي او هیڅ د جګړي قرباني ندی پیښ شوی؛ خو په اکثریت سیمو کي د جګړي څخه پاته انفجاري موادو په چاودنو کښي اوس هم دمربوطه سیمو اوسیدونکي قرباني کیږي.
د سیمې خلک وایی تیره ورځ دقلات اړوند پل سنګي سیمی ته څیرمه د رود په ساحه کښي د خان محمد په نوم یو ۱۲ کلن ماشوم د ناچاوده توکو د انفجار له امله شدید زخمي شوی وو ،لمړی زابل ولایتي روغتون ته انتقال او بیا د کندهار حوزي روغتون ته انتقال شو.
حبیب الله په نوم يو تن وایی په سیمه کښي د انفجاري توکو د شتون له خطرناک مشکل څخه د ټولو ولسوالیو اوسیدونکي ورسره مخ دي، خو د دایچوپان ولسوالي او میزاني ولسوالي، مسعود بیز، ساحي اوسیدونکي زیاته اندیښنه څرګندوي په وینا د شهیدانو تر څنګ یی زخمي شوي کسان ولایتي روغتون کښي د ډاکترانو تر درملني لاندي دي.
د سیمي اوسیدونکي د ماین پاکی مربوطه مؤسیساتو (ACTED, Helotrast, HAPA, CAAD, DRC, MACPA, ….) او ا.ا.ا څخه غوښتنه کوي چي د دوی ساحاتو ته رسیده ګي وکړي او د ناچاوده توکو د چاودنو له خطر څخه یې دې وژغوري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.