د زابل په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د پیل شویو انګلېسي کورسونو ازموینه واخیستل شوه

یاده ازموینه تیره ورځ د Lets go د (۲) صنفونو څخه واخیستل شوه، د ازموینې نتائج نن د یوې غونډې په ترڅ داسې مهال ورته اعلان شول چې پر مهال يې د دې ریاست سرپرست شرافت ویاړ، استادانو، کارمندانو او زده کوونکو حضور درلود۔   د غونډې پر پرمهال د داطلاعاتو او فرهنګ سرپرست شرافت […]

یاده ازموینه تیره ورځ د Lets go د (۲) صنفونو څخه واخیستل شوه، د ازموینې نتائج نن د یوې غونډې په ترڅ داسې مهال ورته اعلان شول چې پر مهال يې د دې ریاست سرپرست شرافت ویاړ، استادانو، کارمندانو او زده کوونکو حضور درلود۔

 

د غونډې پر پرمهال د داطلاعاتو او فرهنګ سرپرست شرافت وویل چې موږ غواړو زابلي ځوانان د نړیوالې ژبې سره اشنا کړو  د همدغه هدف لپاره يې دغه کورسونه پر لار اچولي دي، تر څو د نړیوالو ژبو په زدکړه مو ځوانان او خلګ د نوي ټکنالوژي سره بلد شي.

 

ښاغلي ویاړ له زده کوونکو څخه وغوښتل چې له دې طلایي فرصت څخه ګټه واخلي او خپل درسونه په سمه توګه تعقیب او هیڅ ډول بې پروايي پکښې ونه کړي، ځکه همدا تاسو د دې هیواد راتلوونکي یاست.

 

پع غونډه کې د ځوانانو عمومي مدیر نیازمحمد زیارمل د ژبو د زدکړې پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه په ننني عصر کې د انګليسي ژبې له زدکړې پرته پرمختګ ناشونى دى؛ نو باید نوی نسل د دې ژبې د زدکړې لپاره زیاتې هلې ځلې وکړي،  زده کوونکو ته په خطاب يې وویل تاسو باید له فرصت څخه خپله عظیمه استفاده وکړئ.

 

په ورته وخت کې زده کوونکو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او استادانو څخه مننه وکړه، چې د خپلو رسمي چارو تر څنګ يې دوئ ته د انګلېسي زدکړو زمينه برابره کړې ده، د غونډې په پاي کې بریالیو زده کوونکو ته د تشویق په موخه ستاینلیکونه او بري لیکونه ورکړل شول.