د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کي جامع مسجد جوړ او ګټي اخستني ته وسپارل شو.

  د سیوري ولسوالۍ لپاره دا جامع مسجد د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ سو او نن رسما د پټۍ په پرې کولو سره ګټي اخستنې ته وسپارل شو. دا جامع مسجد په یو وخت د ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري. د سیوري ولسوالي ولسوال مولوي نظیف باختر اژانس ته په خپلو […]

 

د سیوري ولسوالۍ لپاره دا جامع مسجد د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ سو او نن رسما د پټۍ په پرې کولو سره ګټي اخستنې ته وسپارل شو. دا جامع مسجد په یو وخت د ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.

د سیوري ولسوالي ولسوال مولوي نظیف باختر اژانس ته په خپلو خبرو کي وویل چي مخکي دا جامع مسجد د جنګونو له امله زیانمن شوی وو او د ا.ا.ا په حاکم کیدو سره د سیمي د خلکو لومړنۍ غوښتنه هم د همدې جامع مسجد جوړیدل وو. د سیمي خلک هم  داسلامي امارت  له حکومت څخه خوښ دي چي په ډیر کم وخت کي یي د بیا رغوني چارو ته پوره پاملرنه کړې ده.