نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د عمومي قومندان د حکم پر اساس ملا عبدالخالق موسي د زابل ولایت د ځانګړو ځواکونو د سرپرست قومندان په توګه وټاکل شو. او نن د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر د ولایت مقام د مالي او اداري رئیس د بشري سرچېنو د رئیس […]
د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د عمومي قومندان د حکم پر اساس ملا عبدالخالق موسي د زابل ولایت د ځانګړو ځواکونو د سرپرست قومندان په توګه وټاکل شو. او نن د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر د ولایت مقام د مالي او اداري رئیس د بشري سرچېنو د رئیس د حج اوقافو د رئیس د اطلاعاتو فرهنګ سرپرست او د ولایت مقام د خدماتو د آمر له لوري د ځانګړو ځواکونو د قطعې پرسونل ته ور معرفي شو او په رسمي توګه یې دنده پیل کړه.
د زابل ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس احمد شاه مخلص د زابل ولایت د ځانګړو ځواکونو د منظورۍ مکتوب ولوست او وروسته یې په خپلو خبرو کې تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ يو اصل یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د مشرتابه له لوري ټول بدلونونه د اصلاحاتو په موخه راځي.
ورپسې د زابل ولایت مقام مالي او اداري رئیس حافظ عنایت الله حسن د زابل ولایت د ځانکړو ځواکونو له پخواني قومندان څخه مننه وکړه، چي ورسپارل شوې چاري یې په ښه ډول مخته وړي او د ځانګړو ځواکونو قطعې له پرسونل څخه یې وغوښتل، ترڅو د نوي ټاکل شوي قومندان سره د کارونو د پرمختګ او چټکتیا په برخه کي پوره همکاري وکړي.
وروسته د زابل ولایت د ځانګړو ځواکونو نوي ټاکل شوي قومندان ملا عبدالخالق موسي په خپلو خبرو کي ډاډ وړاندې کړ چې په پوره توان سره به د دې ځورېدلي ولس لپاره شپه او ورځ کار او خدمت وکړي او د اړوندو ادارو سره به بشپړه توګه همغږي رامنځته کړي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.