نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد نن د ولایت مقام د دفتر رئیس په ملتیا د پاسپورټ مدیریت له چارو څخه له نيژدې لیدنه وکړه. د زابل مرستیال والي د پاسپورټ مدیریت له مسئولینو څخه مننه وکړه چې په کمو امکاناتو سره یې په زابل کې خپل خدمات پیل کړل او لارښوونه یې […]
د زابل مرستیال والي الحاج ملا عبدالخالق عابد نن د ولایت مقام د دفتر رئیس په ملتیا د پاسپورټ مدیریت له چارو څخه له نيژدې لیدنه وکړه.
د زابل مرستیال والي د پاسپورټ مدیریت له مسئولینو څخه مننه وکړه چې په کمو امکاناتو سره یې په زابل کې خپل خدمات پیل کړل او لارښوونه یې ورته وکړه چې له مراجعینو سره دې مسلکي چلند کوی او کارونه یې دي ژر تر ژره ورته خلاصوي او هغه کسانو ته دې اولویت ورکوي چې ناروغان سپین ږیري او معلولین وي .
د یادونې وړ ده چې د تېرو څو ورځو راهیسي په زابل کې د نویو پاسپورټونو د جوړولو لړۍ پیل شوې چې تر دې مهاله پورې د سلګونو تنو اسنادونه پروسیس شوي او پاسپورټونه یې مرکز کابل ته د چاپ لپاره استول شوي دي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.