د زابل ولایت د ټولګټو چارو ریاست نوي رئیس دنده پیل کړه

د زابل ولایت د ټولګټو چارو نوي ټاکل شوي رئیس ملا عبدالخالق آخندزاده په رسمي توګه دنده پیل کړه او د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار  اداري او مالي رئیس حافظ عنایت الله حسن او د بشري سرچېنو د رئیس احمد شاه مخلص له لوري د دې ریاست کارمندانو ته ور وپیژندل […]

د زابل ولایت د ټولګټو چارو نوي ټاکل شوي رئیس ملا عبدالخالق آخندزاده په رسمي توګه دنده پیل کړه او د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار  اداري او مالي رئیس حافظ عنایت الله حسن او د بشري سرچېنو د رئیس احمد شاه مخلص له لوري د دې ریاست کارمندانو ته ور وپیژندل شو.

 

د زابل ولایت مقام څخه ورغلیو استازو تغیر او تبدیل د نظام اصل یاد کړ او د ټولګټو چارو د پخواني رئیس حاجي سفر محمد قاسم د خدمتونو څخه یې قدراني وکړه او نوي ټاکل شوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

 

د یادونې وړ ده چې ملا عبدالخالق آخندزاده د ټولګټو چارو وزارت د وړاندیز  او د ریاست الوزار د محترم مقام د (۶۲۲) نېټه ۱۴۴۳/۵/۱۸ ګڼه حکم په اساس د حاجي سفر محمد قاسم پر ځای د زابل ولایت د ټولګټو چارو د نوی رئیس په توګه ټاکل شوی دی.