نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي عبدالحکیم حکیمي د مولوي ګل محمد پر ځای د عامې روغتیا د رئیس په توګه په رسمي توګه دنده پیل کړه او د ولایت مقام د دفتر د رئیس احمد مختار او د بشري سرچېنو د رئیس احمد شاه مخلص له لوري د دې ریاست کارمندانو ته […]
د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي عبدالحکیم حکیمي د مولوي ګل محمد پر ځای د عامې روغتیا د رئیس په توګه په رسمي توګه دنده پیل کړه او د ولایت مقام د دفتر د رئیس احمد مختار او د بشري سرچېنو د رئیس احمد شاه مخلص له لوري د دې ریاست کارمندانو ته ور وپیژندل شو.
د زابل ولایت د عامې روغتیا پخواني رئیس مولوي ګل محمد نوی ټاکل شوي رئیس ته د دندې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې تل به ورسره همکاره وي او چارو د لا بهبود لپاره به خپلې مشورې او نظرونه ورسره شریکوي.
د زابل ولایت د عامې روغتیا نوي ټاکل شوي رئیس وویل چې زابل ته د خدمت لپاره راغلی او کوشش به وکړي چې د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو د حل تر څنګ به د مرکزي دولت او خیریه بنسټونو توجو راجلب کړي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.