د زابل ولایت د احصايې او معلومات ریاست نوي ټاکل شوي رئیس دنده پیل کړه

زابل: د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د وړاندیز او د ریاست الوزا د محترم عالي مقام د (۷۴۵) ګڼه حکم په اساس مولوي ګل محمد د زابل ولایت د احصايې او معلوماتو ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی او نن د زابل ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار اداري او مالي […]

زابل:

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د وړاندیز او د ریاست الوزا د محترم عالي مقام د (۷۴۵) ګڼه حکم په اساس مولوي ګل محمد د زابل ولایت د احصايې او معلوماتو ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی او نن د زابل ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار اداري او مالي رئیس حافظ عنایت الله حسن او د بشري سرچېنو د رئیس احمد شاه مخلص له لوري د یاد ریاست کارمندانو ته ور معرفي شو او په رسمي توګه یې دنده پیل کړه.

‎ د زابل ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس د زابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د نوي ټاکل شوي رئیس مولوي ګل محمد د منظورۍ مکتوب ولوست تغیر او تبدیل یې د ښې حکومتولۍ يو اصل یاد کړ او زیاته یې کړه چي د مشرتابه له لوري ټول بدلونونه د اصلاحاتو په موخه راځي

همدارنګه د زابل ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار او اداري مالي رئیس حافظ عنایت الله حسن د احصايې او معلوماتو چارو ریاست د پخواني رئیس څخه مننه وکړه، چي ورسپارل شوې چاري یې په ښه ډول مخته وړي او د یاد ریاست له کارمندانو څخه یې وغوښتل چې د نوي ټاکل شوي رئیس سره دې د کارونو د پرمختګ او چټکتیا په برخه کي پوره همکاري وکړي.