د زابل والي په افغانستان کې د NRC مؤسسې له عمومي مشرې سره وکتل

  د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله نن په ولایت مقام کې د افغانستان لپاره د NRC مؤسسې له عمومي مشرې آغلې سلونیا او ورسره مل پلاوي سره په داسې حال کې وکتل چې مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد او د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو هم برخه لرله. په افغانستان کې د […]

 

د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله نن په ولایت مقام کې د افغانستان لپاره د NRC مؤسسې له عمومي مشرې آغلې سلونیا او ورسره مل پلاوي سره په داسې حال کې وکتل چې مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد او د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو هم برخه لرله.

په افغانستان کې د NRC مؤسسې عمومي مشرې آغلې سلونیا او ورسره مل پلاوي لومړی په زابل ولایت کې د خپلو تر لاس لاندې پروګرامونو او فعالیتونو په اړوند معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې NRC مؤسسه د زابل ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د پوهنې ، روغتیا ، حفظ الصحې او کډوالو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خدمات وړاندې کوي چې تر دې مهاله پورې یې په زابل کې یو شمېر پروژې بشپړې کړې دي او یو شمېر پروژې یې تر لاس لاندې دي چې ډېر ژر به یې له ولایتي ادارې سره په همغږۍ چارې پیل کړي

دوي همدارنګه د زابل له والي څخه غوښتنه وکړه چې د زابل په یو شمېر ولسوالیو کې یې له تېرو څو میاشتو راهیسي شاوخوا ۴۰ بابه د سواد زده کړې محلي ټولګي د یو شمېر ستونزو له امله تړل شوي دي چې بیرته دې د فعالیت اجازه ورکړل شي تر څو د لیرو پرتو سیمو هغه ماشومان چې ښوونځیو ته رسیدګي نشي کولای له زده کړو څخه برخمن شي .

د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله د NRC مؤسسې له عمومي مشرې او ورسره مل پلاوي څخه مننه وکړه چې په زابل ولایت کې په بېلابیلو برخو کې عام المنفعه فعالیتونه ترسره کوي او د ولایتي ادارې په استازولۍ یې د هر ډول همکارۍ ډاډ او اطمینان ورکړ او د سواد زدکړې د ۴۰ بابه محلي ټولګیو د بیرته فعالیت اجازه یې هم ورکړه او زیاته یې کړه چې تر هغو پورې دې دوي خپل ټولګي فعال وساتي تر څو چې د پوهنې وزارت لخوا څخه نوې پرېکړه او تصمیم نیول کیږي .