نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله د زابل ولایت د مرکز کلات او ولسوالیو د سلو یتیمانو له کورنیو سره د نیم میلیون افغانیو نقدي مرسته وکړه چې نن د ولایت مقام د استازي، د شهیدانو او معلولېنو چارو آمریت د استازي او د امر باالمعروف و نهی عن المنکر ریاست د […]
د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله د زابل ولایت د مرکز کلات او ولسوالیو د سلو یتیمانو له کورنیو سره د نیم میلیون افغانیو نقدي مرسته وکړه چې نن د ولایت مقام د استازي، د شهیدانو او معلولېنو چارو آمریت د استازي او د امر باالمعروف و نهی عن المنکر ریاست د استازي په حضور کې د هر یتیم کورنۍ ته ۵۰۰۰ پنځه زره افغانۍ ورکول شوې.
د همدې سلو یتیمانو د کورنیو سروې د یوه منظم پلان له مخې د څو کسیز پلاوي له لوري تر سره شوې وه او هغه کورنیو ته اولویت ورکول شوی وو چې اقتصادي وضعیت یې خورا زیات خراب وو او اکثریت کورنیو یې سرپرستان نه درلول.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.